اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ وئيلي دي چې د چين او پاكستان د اقتصادي لارې پروژه ټول پاكستان لپاره يو ډول ګټوره ده٬ تر ګوادر لوېديز روټ په يقيني توګه د پروژې برخه دے٬ د اقتصادي لارې ټول روټس به د پرمختګ او خوشحالې سبب وګرځي٬ د چين او پاكستان د سفارتي اړيكو د 65 كلونو په پوره كېدو دا د دوستې موټري لاريون ډېر مهم دے۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پاك چائنه فرېنډشپ سنټر كښې كلتوري دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د پاكستان او چين هنرمندانو د خپل فن څرګندونه وكړه۔ د دې نه پس د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد او د چين نه راغليو مېلمنو ترمېنځه د سوينئرز د تبادلې او عكسونو جوړولو سيشن هم وشو۔ چينائي سفير ??ه خپله وېنا كښې ووئيل چې د چين او پاكستان د اقتصادي لارې پروژې له مخې د 13 اربه 80 كروړه ډالرو 16 پروژې د وخت نه وړاندې د ترسره كېدو په پړاؤ كښې دي٬ د دې په نتيجه كښې به 10 ??ره ځائي خلق د روزګار موقعې ولري۔ ده د چينائي سفارت لخوا په دستوره كښې په ګډون كولو د اطلاعاتو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد مننه وكړ?? او پاكستان ته په راتګ ئې د وانګ هيشان نائب ګورنر هركلې وكړو۔ نائب ګورنر په دې موقع ??ه خپله وېنا كښې ووئيل چې پاكستان او چين په ښو او بدو حالاتو كښې تل د يو بل ملګرتيا كړې۔ دواړه هېوادونه ښه دوستان٬ ګاونډيان٬ شراكت دار او وړونه دي۔ ده ووئيل چې د چين او پاكستان دوستي ازمائيل شوې٬ د موټري لاريون په اړه ده د حكومت مننه كولو سره ووئيل چې داسې اقداماتو سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔
په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ په پاك چائنه فرېنډشپ سنټر كښې كلتوري دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت