اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي چې محمد نواز شريف نن هم د اولس د زړونو وزيراعظم دے٬ نواز شريف او د هغه كورنۍ په يو صورت هم د سياست نه لرې نه شي ساتل كېدے٬ محمد نواز شريف په پاكستان كښې د لازوال پرمختګ بنياد كېښودو له امله د سوست نه تر ګوادر د اولس د زړونو غږ جوړ شوے۔ د اتوار په ورځ په يو بيان كښې ده ووئيل چې تېرو څلورو كلونو ته د پاكستان په تاريخ كښې زرين كلونه وئيل كېدے شي٬ د كال 2013م د بدو حالاتو چې څنګه هېواد راويستل شوے٬ دا د محمد نواز شريف د شخصيت كمال دے۔ ده ووئيل چې د دې نه وړاندې په تاريخ كښې د يو ځل په ځائ دوه ځله محمد نواز شريف د پاكستان د سياست نه د بې دخل كولو هڅه شوې او په دې كښې مخالفين ماتې سره مخ شوي دي او اوس هم رسوائي د مخالفينو مقدر ده۔ ده ووئيل چې د كال 2018م په ټولټاكنو كښې به محمد نواز شريف يو ځل بيا اكثريت ترلاسه كولو سره د اولس خدمت روان ساتي۔ ده ووئيل چې عمران خان د نوې خېبر پښتونخوا جوړولو لوظ كړے و خو سخت مايوسه شوے دے۔ ده ووئيل چې تحريك انصاف ته په خېبر پښتونخوا كښې د خپل مېنډېټ له مخې ښه موقع وركړې شوې او محمد نواز شريف د دوي د مېنډېټ احترام كړے۔ نن د خېبر پښتونخوا اولس مايوسه دے٬ تحريك انصاف به هلته په راتلونكو ټولټاكنو كښې سختې ماتې سره مخ كېږي او مسلم ليګ ﴿ن﴾ به په خېبر پښتونخوا كښې هم حكومت جوړوي او مايوسې به ختموي۔
نواز شريف او د هغه كورنۍ په يو صورت هم د سياست نه لرې نه شي ساتل كېدے٬ محمد نواز شريف په پاكستان كښې د لازوال پرمختګ بنياد كېښودو له امله د سوست نه تر ګوادر د اولس د زړونو غږ جوړ شوے۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون