اسلام آباد ۔ 13 جولائی (اے پی پی) د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري پنجاب پوليس كالج سهاله كښې د ځوانانو پاسنګ آؤټ دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ په دې مهال دوهم وزير ټرېننګ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ځوانانو ته شيلډ او سندونه وركړل۔ دستورې ته خپل خطاب كښې دوهم وزير ووئيل د پوليس ځوانانو او افسرانو هېواد كښی امن په ځاې كولو له د خپلو سرونو قرباني وركولو نه كله هم سرغړونه نه ده كړې۔ مونږ د پوليس قربانيو ته سلام كوؤ۔ د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف صوبه كښې تھانه كلچر كښې بدلون او ددې سپېځلتيا له د ستائنې وړ ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي دي كومو كښې چی تھاڼو كښې د فرنټ ډېسک جوړول ٬ سي پي او كښې آئي ټي بېسډ 8787 پوليس شكايت سېنټر جوړول ٬ د پوليس ملازمينو کمپیوټرائزډ ډېټا تيارول ٬ د پوليس ريكارډ مېنجمنټ سسټم جاري كول او د کرائم ریکارډ مېنجمنټ سسټم جوړول شامل دي۔ ده په پوليس ځوانانو زور راوړو چې دوئي د اولس خذمت خپل مشن جوړ كړي۔ د پوليس په اړه د اولسي تاثر سمولو له بايد پوليس په ترجيحي بنياد د اولس مسئلې حل كړي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل په پوليس كالجونو كښې د سړكونو جوړول ٬ د څښلو پاكو اوبو رسنې له د پلانټونو لګولو او كالج سټېډيم كښې كرسو لګولو كښې به مونږ مرسته وكړو
د پوليس ځوانانو او افسرانو هېواد كښی امن په ځاې كولو له د خپلو سرونو قرباني وركولو نه كله هم سرغړونه نه ده كړې
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ