تاشقند 15جولائي (اے پي پي) ازبكستان كښې د پاكستان سفير سيدعلي حسن ګيلاني وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د ازبكستان دوره تزويراتي اهميت لري، ازبكستان د مينځني اسياﺀ دويم لوئې معيشت دے، ازبكستان د پاكستان بندر ځايونو د لاري تر نړۍ رسنه غواړي، سيمه كښې دواړه هېوادونه مهم كردار لري، د دوري په مهال په بيلو څانګو كښې په لوظنامو او يادښتونو لاس ليك كيږي۔ د وزيراعظم ازبكستان دورې په اړه خپل يو ويډيو پيغام كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په دوه ورځنۍ دوره تاشقند ته راغلے۔ هغه به ثمر قند او بخارا ته هم ځي۔ دا يوه انتهائي تزويراتي اهميت لرونكي دوره ده او دې سره به د دواړه هېوادونو اړيكي په سټريټيجكي كچه قوي شي۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena