اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د ايوان صدر د جامع مسجد څخه په وړومبي ځل د جمعې لمونځ او خطبه نيغ په نيغه نشر كړې شوه۔دا لړۍ به په راتلونكې وخت كښې هم روانه وي٬ ٬د جمعې په مونځ كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي٬ډاكټر قبله اياز او د ايوان صدر چارواكو او عملې ګډون وكړو۔په دې موقع د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز خطبه وركړه۔په دې موقع د هېواد سلامتيا٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړې شوه۔له بلې خوا د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپل يو بيان كښې وئېلي دي چې د جمعې خطبه نيغ په نيغه خپرول د مدينې د رياست ماډل په پلو مهم قدم دے۔پي ټي وي به د هرې جمعې په ورځ”د جمعې خطبه”د ورځې په يوه بجه نيغ په نيغه خپروي۔
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores