پېنډۍ 03 مارچ (اے پي پي) پاك بحريه د هندي آبدوز په وخت درك لګولو سره سمندري حدودو ته د هندة ابدوز د داخلېدو هڅه ناكامه كړې٬ د هند په سمندري محاذ د خپلو ناوړه مقاصدو په پنځو كالو كښې دا څلورمه ناكامي ده ۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مېجر جنرل بابر افتخار لخوا په بيان كښې وئيلي شوي پاك بحريه د جديد هندي آبدوز درك لګولے ٬ د كلوري كلاس د هندي آبدوز د در اندازۍ د هڅو درك د مارچ په وړومبۍ نېټه لګولې شوے۔ د پاك بحريه اېنټي سب مېرين وار فيئر يونټ د هند آبدوز نيولے ، دا په تېرو 5 كالو كښې په څلورم ځل د هندي آبدوز درك دے۔ مېجر جنرل بابر افتخار زياته كړه چې د هند بحريه خپل آبدوز ناوړه مقاصدو سره د پاكستان په ضد تعينات كړے او پاك بحريه د هندي آبدوز د پاكستان په سمندري حدودو كښې د داخلېدو هڅه ناكامه كړې۔ ده ووئېلب په سيکيورټي ماحول او د پاك بحريه مشق سي سپارك 22 كښې دا مهمه پېښه ده، آبدوز جاسوسۍ او د بحري مشق پحقله معلومات راغونډولو لپاره راغلے ٶ٬ پاك بحريه ته په مشقونو كښې د سختې نګرانۍ او د چمتو پاتې كېدو امر شوے ، د پاکستان نېوي اېنټي سب ميرين وار فيئر يونټ د مارچ په وړومبۍ نيټه د جديد ترين هندي آبدوز کلوري ټرېك كړے٬ده ووئېل د هندي آبدوز لاره نيول د پاك بحريه د وظيفائي پوهې او د سمندري پولو د دفاع د پوخ عزم عكاسي ده
پاك بحريه د هندي آبدوز په وخت درك لګولو سره د هندي ابدوز سمندري حدود ته د داخلېدو هڅه ناكامه كړې
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔