اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په كانګو كښې د چورلكې په پېښه خواشيني ښودلې. د شورو په ورځ د ايوان صدر د پرېس څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر مملكت په پېښه كښې د شهيد شويو لوړو درجو لپاره دعا كړې. صدر مملكت د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې خدمات ترسره كوونكو ته پېرزوينه وړاندې كړې. صدر مملكت د لېفټېننټ كرنل آصف علي اعوان، مېجر فېضان علي، مېجر محمد سعد نعماني لپاره د بخښنې دعا كړۍ. صدر مملكت د نائب صوبېدار سميع الله، حوالدار محمد اسماعيل، لانس حوالدار جميل خان لوړو درجو لپاره دعا كړې. صدر د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كړې او دوي لپاره ئې د زغم دعا كړې.
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی