اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) دعوامي نېشنل پارټۍ پارلماني لارښود امير حېدر خان هوتي وئيلي دي افغانستان كښې زلزلې ډېر زيان كړے٬ د انګور اډه او غلام خان پولې دې پرانستلې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل تېره ورځ په افغانستان كښې د زلزلې له امله ډېر زيان شوے ٬ په انګور اډه او غلام خان پوله په لويه شمېره كډه كوٶنكي مېشته دي، دې لپاره دا بارډر دې پرانستلې شي۔ ده ووئيل كډوالو سره چې هلته څه شوي ھغه د افسوس وړ دي٬ د كډوالو د حقونو احترام هر ځاے كېږي
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل