اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د خزانې او محصولات قائمه كمېټۍ په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې ټاكنو لپاره د فنډز بېلولو معامله وفاقي كابينې او قومي اسمبلۍ ته د لېږلو هدايت كړې دې۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د قېصر احمد شېخ په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ، د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر، د خزانې وزيرې ډاكټر عائشه غوث پاشا، خاص مرستيال طارق باجوه، اټارني جنرل، د سټېټ بينك او نورو ادارو اړوندو چارواكو او غړو ګډون وكړو۔ د قانون وفاقي وزير كمېټۍ ته وو??يل چې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ قائمه كمېټيو مني بل 2023 مسترد كړې دې۔ ده وو??يل سپريم كورټ په پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو كښې ټاكنو كولو له سټېټ بېنك ته هدايت كړې چې هغه الېكشن كمېشن ته فېډرل كنساليډېټېډ فنډ څخه 21 اربه روپۍ وركړي۔ د قانون او ضابطو له مخې د دې لپاره قومي اسمبلۍ څخه منظوري اخستل ضروري دي۔ ده وو??يل دا معامله بايد قومي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شي۔ د كمېټۍ غړي برجېس طاهر وو??يل چې په 13 اپرېل قائمه كمېټۍ دا بل مسترد كړدے دے۔ ده وو??يل زمونږ دريځ دا دے چې په پنجاب كښې مخكښې ټاكنې كولو سره به باقي صوبو كښې ټاكنې اغېزمنې شي۔ د سټېټ بېنك لنډ مهالې ګورنر سيما كامران وو??يل چې سټېټ بېنك ته د سپريم كورټ امر راغلو نو زه سپريم كورټ ته لاړم۔ مونږ عدالت ته وو??يل چې مونږ دا پې??ې بېلولې شؤ خو د دې منظوري به د خزانې وزارت وركوي۔ اټارنی جنرل وو??يل چې د خزانې وزارت دې د سپړيم كورټ په اړه ډیمانډ كابينې او قومي اسمبلۍ ته ولېږي٬ حتمي منظوري به قومي اسمبلي وركوي۔ كمېټي دې د خزانې وزارت ته د دې عمل پراسېس كولو وو??ئي۔ د سپريم كورټ په امر اېګزېکټو اتھارټی له عمل كول دي ٬ د خزانې وزارت به هم د دې سمرۍ منظوري وركړي۔ وفاقي كابينې څخه منظورېدو نه وروستو به دا معامله قومي اسمبلۍ ته لېږلې شي۔ قومی اسمبلی به د سپريم كورټ په امر د فنډز اجرا كولو حتمي منظوري وركړي۔ د قانون وفاقي وزير وو??يل دا معامله حل كولو له بايد قومي اسمبلۍ ته ولېږلې شي۔ نن د وفاقي كابينې او قومي اسمبلۍ غونډه كېږي هيله ده چې دا معامله به دغلته حل شي۔ د قانون وزير وو??يل د كابينې او قومي اسمبلۍ غونډه نن شېډول ده٬ نېك نيتۍ سره سمري ولېږۍ ٬ نن به پروسېس بشپړ شي۔ كمېټۍ د الېكشن كمېشن فنډز معامله يو وارې بيا كابينې او قومي اسمبلۍ ته ولېږله۔
د خزانې او محصولات قائمه كميټۍ په پنجاب او خيبر پښتونخوا كښې ټاكنو لپاره د فنډز بيلولو معامله كابينې او قومي اسمبلۍ ته د ليږلو هدايت
Shaolin Football APP download entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی