اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په نوې ډيلې كښې د پاكستان سفارتكار ناخوښ شخصيت ګرځولو سره د هېواد نه د شړلو د هند د كاروائۍ غندنه كولو سره د هندي حكومت دا پرېكړه منفي ګرځولې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د شورو په ورځ نوې ډيلې كښې د پاكستان هائي كمېسون سفارتكار د هند چارواكو د ناسمو او بې بنسټه تورونو له مخې نيولې خو د پاكستاني هائي كمېسون په مداخلت سفارتكار درې ساعته پس خوشې كړې ??وې۔ وياند له مخې د پاكستان سفارتكار د زيارت په ورځ سهار خارجه دفتر ته راوبللې شو او ھغه د ناخوښ شخصيت ګرځولو او تر 29 اكتوبر د هېواد پرېښودو پرېكړې نه خبر كړې ??و۔ پاکستان هندي تورونه رد كولو سره د سفارتکار نيولو او ھغه سره د بدسلو??ۍ په سختو ټكو غندنه كړې ۔ پاکستان وئيلي دې چې د هند كاروائي د ويانا كنونشن او د سفارتي آداب بېخي خلاف ورزي ده۔ وياند ووئيل پاکستان هائي کمیسون تل د نړيوال قوانينو او سفارتي اصولو خيال ساتلې۔ وياند زياته كړه چې هند په تاٶ تريخوالي كښې زياتوالې كولو سره د نړۍ پام په مقبوضه كشمير كښې ظلمونو او د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه د لرې كولو هڅه ده۔ پاكستان په نړيوالې ورورولۍ زور رواړې چې نړۍ دې د هندي عزائمو نوټس واخلي
سفارتکار سره بد سلوكي د ويانا كنونشن او سفارتي آدابو خلاف ورزي ده
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد