اسلام آباد۔16اکتوبر(اے پی پی) د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي ا??)كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) 23 مه غونډه د وز??راعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په جناح كنونشن سنټر كښې پېل شوه٬ وزیراعظم د اېس سي ا?? غونډه كښې ګډون كوؤنكو حكومتي مشرانو ته تود هركلے ووے۔ په غونډه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو زياتره حكومتي مشران او وز??ران تېره ورځ وفاقي پلازمينه اسلام آباد ته رارسېدلې وو۔ د چين وز??راعظم لي چيانګ وړاندې څخه د پاكستان په سركاري دوره راغلے دے۔ د شنګھائي مرستې تنظيم غونډه كښې ګډون كولو له د روسيه وز??راعظم میخائل مشوستن او د ايران د معدنياتو وز??ر محمد اتابک هم پاكستان ته رارسېدلے دے۔ په غونډه كښې به د اېس سي ا?? غړو هېوادونو ترمينځه د معيشت ٬ تجارت، ماحولیات او سماجی او كلتوري رابطو په څانګو كښې په روانه مرسته د خيالاتو څرګندونه او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو سره سره په نورو چارو غور كولے شي۔ كونسل آف هېډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) د اېس سي ا?? تنظيم دويم تر ټولو اعلی فورم د?? د كومي مشري چې پاكستان سره ده او وز??راعظم شهباز شريف دا مهال ددې كونسل د چيئر په منصب فائز دے۔ د اېس سي ا?? تنظيم دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه كښې د چین، روسيه، کرغزستان، بېلاروس، تاجکستان، ترکمانستان، قازقستان، منګولیا، هند ، ایران او نورو هېوادونو لارښودو سره سره مبصر هېوادونه او ډائيلاګ پارټرنرز ګډون كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف په جناح كنونشن سنټر اسلام كښې غونډې څخه وړاندې د غړو هېوادونو لارښودو ته هركلے ووے۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې پاكستان د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې په اكتوبر 2023 كښې شوې غونډه كښې كال 2023-24 لپاره د حكومتي مشرانو د كونسل چيئر سنبال كړے ؤ۔ وزیراعظم شهباز شريف تېره شپه د اېس سي ا?? مرستې تنظيم غړو هېوادونو د پلاويو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه په كومه كښې چې د چین، روسيه، تاجکستان، کرغزستان، قازقستان، بیلا روس او ترکمانستان په شمول د غړو هېوادونو لارښودو او استازو ګډون وكړو۔ په دې موقعه وز??راعظم شهباز شريف او نائب وز??راعظم او خارجه وز??ر اسحا?? ډار مېلمنو ته هركلے ووے او په غونډه كښې ددوئي ګډون يۍ خوشبين وګرځولو۔ كوربه وز??راعظم ګډون كوؤنكو مېلمنو سره عكسونه واخستل۔ د اېس سي ا?? غونډې ته د وز??راعظم شهباز شريف له افتتاحي خطاب څخه وروستو به د بهرنيو پلاويو مشران خطاب كوي۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ 23 مه غونډه پيل شوه
American Blackjack Entertainment Reliable Platform
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی