اسلام آباد 25 ستمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي مونږ له د ټيلي ميډيسن او ډيجيټل هېلت رېك??رډ غوندې نوې ټېكنالوجيز څخه ګټه پورته كول پكار ده٬تحقيق٬پرمختګ٬ښه ريګوليټري فريم او كمپنو سره نړيوالې مرستې ته ودې وركولو لپاره به پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ته وده وركول وي٬د فا??ماسيوټيكل كمپنو مسئلو حل لپاره پارليمان او حكومت هر ممكن مرستې لپاره چمتو دي ٬د پاكستان ??ارماسيوټيكل انډسټري سباؤن روښانه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان ??ارماسيوټيكل مينو فيكچرز اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د درېم ايو??رډ وركولو په اړه راجوړ كړي سمټ ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كښې وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نن ما له په پي اي اېس اے ايكسپورټ ايوارډز كښې ګډون كول د خوشحالۍ او اعزاز خبره ده٬دا عظيم الشانه دستوره د پاكستان ??ارماسيوټيكل څانګې د ښې كاركردګۍ جشن دے۔ده ووئيل په دې كنفرنس كښې مونږ د هغوي نه يوازې د زړه پورې كاميابو اعتراف كوو بلكې د دې مهم صنعت پرمختګ لپاره د عزم پخلے هم كوو٬پي پي اېم اے په هېواد او نړيواله كچه د پاكستان ??ارماسيوټيكل وده كښې مهم كردار ادا كړے۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل نړيوال وبائي بحران ??شمول د كووېډ-19 وبائي رنځ په مهال هم د دې كردار مثالي پاتې شوے٬د پاكستان 95 فيصد څخه زيات داروګانو ضروريات ځايې مينو فيكچررز پوره كوي٬د دې صنعت وده د وخت مهم ضرورت دے۔ده ووئيل دلته موجودې فا??ما سيوټيكل كمپنۍ نه يوازې د ماركيټ ليډر دي بلكې دا زموڼږ د معاشي پرمختګ د لارې هم مشالونه دي ٬دا كمپنۍ برآمدات كښې ځانګړې اضافه او د پاكستان ښه صلاحيتونه په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كوي٬فارماسيوټيكل سيكټر زمونږ د معيشت مهمو ستنو كښې يو دے ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا څانګه اروپا٬امريكا او آسيا او د افريقې ښو ماركيټونو او تر منډيانو خ??له رسنه زياتوي۔ده ووئيل د سيمه ايزو كمپنو په مقابل كښې د پاكستان ??ارماسيوټيكل انډسټري نسبتا ً وړه ده خو د دې پرمختګ يقيني دے٬هند د خپل مضبوط فا??ماسيوټيكل سيكټر سره د عامو داروګانو جوړولو او برآمدات كښې په نړيواله كچه ډېر وړاندې روان دے٬په كال 2022 كښې د هند دواسازۍ برآمدات د 24 بلين ډالر څخه زيات وو٬پاكستان جولائي 2023 نه تر جون 2024 په مهال 341 ملين ډالر څخه د زيات ماليت داروګانو جوړولو سامان برآمد كړے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ له د ټيلي ميډيسن او ډيجيټل هېلت رېك??رډ غوندې نوې ټېكنالوجيز څخه ګټه پورته كول پكار ده٬د فا??ماسيوټيكل كمپنو مسئلو حل لپاره پارليمان او حكومت هر ممكن مرستې لپاره چمتو دي ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ډرګ ريګوليټري اتهارټي٬سټيك هولډرز او اړوندو چارواكو څخه غوښتنه كوو چې هغوي فا??ماسيوټيكل كمپنو سره بشپړه مرسته وكړي٬زه ټولو ايو??رډ ګټونكو ته د زړه نه مباركي وركوم٬راځۍ چې دې موقعې څخه په ګټه پورته كولو د خپل عزم پخلے وكړو چې يو روښانه٬صحت مند او زيات خوشحال پاكستان ??پاره خپلې هلې ځلې روانې اوساتلې شي۔
مونږ له د ټيلي ميډيسن او ډيجيټل هېلت رېكارډ غوندې نوې ټېكنالوجيز څخه ګټه پورته كول پكار ده٬د فارماسيوټيكل كمپنو مسئلو حل لپاره پارليمان او حكومت هر ممكن مرستې لپاره چمتو دي ۔سيد يوسف رضا ګېلاني
EVO Online Honest Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha