اسلام آباد (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې منكي پوكس نړيواله ايمرجنسي ګرځولو سره پرمختللې هيوادونو ته د وړاندې راتللو اپيل كړے دے۔ منکی پوکس رنځ په اولني ځل په كال 1958ﺀ كښې ليدلے شوے ؤ۔ پاكستان او سويډن كښې د منكي پاكس يو يو كېس رامخے ته ش??ے دے۔ د دې رنځ د خپرېدو په اړه ډاكټر مرلي وئيلي چې دا رنځ د پوستكي پوستكي سره د رابطې د لارې خپرېږي٬ دغسې ټوخي او پرنجي سره هم بل ته منتقل كېدے شي او دا رنځ يو شمېر هېوادونو كښې خپور شوے دے ٬ په دې كښې 160 فيصده زياتوالې شوې دې۔ ده ووئيل تر ټولو لومړې په بدن دانې ښكاره ش?? ٬ په نوي وائرس كښې دا دانې د بدن په هغه برخو ښكاره كيږي د كومو په څرګندولو كښې چې خلق عېب محسوسوي چې ورسره دا رنځ لا زياتېږي۔ د اېم ډبليو اېچ او له مخې دا وائرس بېلو هېوادونو ته رسېدلے دے۔ پاکستان او سويډن كښې هم كېسونه رامخې ته ش??ي دي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې پرمختللې هېوادونو ته اپيل كړے دے چې هغوي ??ې په دې رنځ قابو موندلو له وړاندے راشي۔ د سی ډی سی ډائرېکټر ډاکټر جین کیسیا وئيلي چې ادارې دې په ګډه كا?? كولو او خپل وسائل كارولو له متحرك كړې شي۔ د ورلډ هېلتھ آرګنائزېشن له مخې په بېلو هېوادونو كښې 99,518 کېسونه رپورټ شوي ??ي په كومو كښې چې د 208 كسان مړه ش??ي دي۔ د وائرس خپرېدو څخه وروستو په 21 ورځو كښې د مرۍ سوزش پېل شي۔ د دې رنځ تشخيص لپاره د جین اېکسپرټ پی سی آر ټېسټ ډېر سودمند دے۔ ډاكټر مرلي دھر زياته كړه چې دا وائرس د انسیفلائټس سبب هم جوړيږي۔ په اېمرجنسي ك??ې د وېكسن كارول د خلقو بچ كولو كښې مر??ته كوي۔ دغسې LC-16 او MVA-BN وېکسین په اېمرجنسي ك??ې مفيد دي
د روغتيا نړيوالې ادارې منكي پوكس نړيواله ايمرجنسي وګرځوله ٬ پرمختللې هيوادونو ته د وړاندې راتللو اپيل ٬ ايم پوكس متعدي رنځ دے ٬ سرجن ډاكټر مرلي دھر
Saba Sports and Entertainment Reliable Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری