اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د يو اين ايچ سي آر اعلٰې كچ پلاوي د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فليپو ګرانډي په مشرۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع د سېفران سېكرټري ظفر حسن، د كډوالو په اړه جوائنټ سېكرټري آغا وسيم احمد او د افغان كډوالو چيف کمشنر محمد عباس خان سره سره د سېفران او خارجه وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې انجينئر امير مقام ووئيل پاكستان د تېرو 45 كالو راهسې افغان كډالو لپاره د يو اېن اېچ سي آر لخوا د پرله پسې مرستې اعتراف كوي۔ ده ووئيل پاكستان د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو كوربتوب كوي او دوي ته د ت??لي?? او صحت سهولتونو سره سره تحفظ هم وركوي۔ ده زياته كړه چې دا مهال 1.45 ميليونه رجسټرډ افغانان كارډ هولډرز دي او په دې كښې غېر رجسټرډ افغان كډال او د نورو وګړو لوئي شمېر شامل نه دے۔ وفاقي وزير ا??دې??نه ښكار كړه چې د افغان كډوالو مرستې كولو او د دوي پاكستان كښې كوربتوب لپاره پرمختيائي فنډز كم دے ۔ د يو اېن اېچ سي آر هائي كمشنر فلیپو ګرانډي د څلورو لسيزو څخه د زياتې مودې د افغان كډالو په كوربتوب كولو د پاكستان اولس او حكومت ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل يو اېن اېچ سي آر د كډوالو مسئلو په اره خبرو اترو لپاره په اكتوبر كښې د نړيوالې مكالمې تابيا كوي چې پكښې به پاكستان ته خاص بلنه وركولې شي۔ ده هيله ولرله چې دغه غونډه ب?? په ګرده نړۍ كښې د كډوالو او پاتې نورو پسماندٶ كسانو مرستې له يو نوے اړخ او لارې راپېدا كړي۔ د اعلیٰ كچ په پلاوي كښې د يو اېن اېچ سي آر د سيمه ايز دفتر بنکاک ریجنل ډائریکټر هائی کیونګ جون، د یو این ایچ سی آر د جنیوا هیډ کوارټرز د ترقۍ خاص سلاحكار هیرو ډي ویلروشے او د یو این ایچ سی آر د نړيوالکمیونیکیشن سروس مشر ایون واټسن شامل وٶ
پاكستان د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو كوربتوب كوي او دوي ته د تعليم او صحت سهولتونو سره سره تحفظ هم وركوي ٬ د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د يو اين ايچ سي آر اعلٰې كچ پلاوي سره خبرې
HB Electronic Integrity Betting Platform
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔