اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې پاکستان ملائیشیا سره تجارت، معیشت، تعلیم او كلتور په څانګو كښې دوه اړڅيزه مرسته لا ښه كول غواړي، ملائیشیا سوداګر بايد د پاکستان سرمایه کارۍ دو??ت پالیسیو څخه ګټه پورته كړي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه ملائیشیا كښې د پاکستان نامزد هائی کمشنر سید احسن رضا شاه سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې يد نهي په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات كړې ؤ۔ ده ووئيل پاکستان ملائیشیا سره خپل تاریخی او د ورورولۍ اړيكي مهمي ګڼي، ملائیشیا سره تجارتی او اقتصادی مرستي نوي موق??ي دې ولټولې شي۔ صدر مملکت په نامزد سفیر زور راوړو چې د ملائیشیا سوداګرو ، چیمبرز آف کامرس سره رابطو ته وده وركړي۔ده ووئيل نامزد هائی کمشنر دې په ملائیشیا كښې پاکستانی افرادی قوت آسانيو او ??ېګ??ي لپاره كار وكړي او د دو??ړه هېوادونو ترمينځه اړيكو له قوي كولو او متنوع كولو له دې هڅي وكړي۔ صدر مملکت نامزد سفیر ته سپارښتنه وكړه چې د هند غیر قانونی زیر تسلط ??مو او کشمیر كښې د هند ظلمونه او د بشري حقونو خلاف ورزیو ، هند كښې د اقلیتونو سره ناروا سلوك رامخې ته كولو له دې كار وكړي۔ صدر مملکت د نامزد هائی کمشنر په تقرری هغه له مبارکي وركولو سره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔
ملائیشیا سره تجارتی او اقتصادی مرستي نوي موقعې دې ولټولې شي۔ صدر ډاکټر عارف علوی په ملائیشیا كښې د پاکستان نامزد هائی کمشنر سید احسن رضا شاه سره ملاقات كښې خبري اتري
Frozen Fun Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج