اسلام آباد ۔ 07 فروری (اے پی پی)قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزیراعظم صلاحكار عرفان صدېقي وئيلي دي د نوموړې اديبې بانو قدسيه په ژوند ٬ شخصيت او ادبي خذماتو به ډېر زر كتاب مرتب كړې شي۔ اے پی پی سره خبرو كښې عرفان صديقي ووئيل دا کتاب به د هغه سیریز برخه وي د كومې ترمخه چې د پاكستان نوموړو اديبانو كتابونه مرتبه كولې شي۔ ده ووئيل د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن به دا كتاب د نیشنل بک فاؤنډېشن او اکادمی ادبیات پاکستان په مرسته مرتبه كوي چې مقصد ئې د دې ځانګړو اديبانو كار نوي كول ته منتقل كوي دي۔ عرفان صدیقی ووئيل د پاكستان افسانې او ناولې د نړۍ د اولني صف ادب كښې د شمېرلو دي۔ ده ووئيل د بانو قدسيه مرګ سره چې كومه خلا پېدا شوې ډېره په مشكله به ډګه شي۔ دا خبره دې ياده وي چې بانو قدسيه د خالي په ورځ لاهور كښې په حق رسېدلې وه۔
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔