اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه دي٬ دوي لپاره به هر ډول آسانۍ پېدا كوٶ٬ دا وخت د ډيجيټل ډپلومېسي دې، قونصلر سروسز ښه كول خپل فرض ګڼو٬ د پورټل مقصد اولس لپاره آسانۍ پېدا كول دي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د اېف اېم پورټل پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په وزارت كښې د VISION FO له مخې د اېف اېم پورټل پرانسته وكړه٬ كوم چې په 187 هېوادونو كښې مېشته پاكستانيو وګړو ته آسانۍ او سهولت لپاره پرانستې شوې دې دغسې چې بهر مېشته وګړي د خپلو مسئلو په سمدستي توګه حل كولو ٬ تاثرات ٬ شكايتونو او تجويزونو لپاره دا پورټل وكارولې شي۔ دا پورټل د وزيراعظم عمران خان د وژن٬ د خارجه وزير د ډيجيټل ډپلومېسي اېجنډې او د پبلك ډپلومېسي د انېشي اېټو له مخې پېل كړې شوې دې٬ دا اېپ نېشنل انفارميشن ټيکنالوجي بورډ د پرائم منسټرز پرفارمنس ډيليوري يونټ په مرسته تيار كړې دې۔ د اېف اېم پورټل پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي اوورسيز پاكستانيانو لپاره سروسز ښه كولو له په خارجه دفتر كښې په شوې اصلاحاتي اقداماتو رڼا هم واچوله چې پكښې د دستاويزاتو تصديق لپاره د معياري طريقه کار پېل كولو ، د جعلسازۍ امکانات كمولول لپاره کيو آر کوډ، د ډيجيټل سسټم پېل، پاکستان كښې د کورئير سروسز د لارې د سندونو تصديق، د مشنز د لارې اوورسيز پاكستانيانو لپاره د پاور آف اټارني آن لائن تصديق٫ اوورسيز پاکستانيانو لپاره د جانشينۍ سرټيفکيټ او د انتظامي خطوط اجراء لپاره بهر هېواد كښې په 16 مشنز كښې د نادرا کاؤنټرز جوړولو منصوبې په ډول اقدامات شامل دي٬ خارجه دفتر ، د بلوچستان، خېبرپښتونخوا، سندھ، آزاد جمو او کشمير او د ګلګت بلتستان د پوليس څانګو سره هم مشاورت كوي دغسې چې د پوليس د کرېکټر سرټيفکيټ اجراء ډيجيټل كړې شي۔ د دې نه علاوه تر اوسه 14 مشنز ته د پنجاب لېنډ رېكارډ د سسټم “ميوټيشن” او “رجسټرېشن” دستاويزاتو ډيجيټل ريکارډ ته رسنه وركولې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د ايف اېم د ډيجيټل ډپلومېسي اېجنډے له مخې تېر كال “اېف اېم ډائريکټ اېپ” پېل كړې شو او په رياض كښې د پاكستان سفارت او په جده كښې زمونږ قونصلېټ په سعودي عرب كښې د مېشته وګړو سهولت لپاره يو اينډرائيډ اېپ “Pakistan in KSA” لانچ كړېدې دغسې په عمان او كوېت كښې هم زمونږ د مشنز لخوا د سفارت پورټل اېپس پېل كړې دې دغسې چې بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيانو سره روابط زيات كړې شي٬ دغسې په دوبئۍ كښې هم اينډرائيډ ايپ “Pak In Dubai” لانچ كړې شوې دې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل زما په امر ټول مشنز د خپلو خپلو کميونټيز پاکستانيو غړو سره مياشتنۍ اي كچهري كوي۔ زه نن په دې وېنا خوشحالي محسوسوم چې د پاكستان ټول 114 مشنز يو بل سره په آن لائن تړلے شوې او په ټويټر، فيس بك او انسټاګرام فعال دي۔ خارجه وزير د اېپس په تيارۍ د نېشنل انفارميشن ټيکنالوجي بورډ او د پرائم منسټرز پرفارمنس ډيليوري يونټ د معاونت ستائنه كولو سره د دوي مننه وكړه او دا ئې يو قامي خدمت وګرځولو۔ خارجه سېكتر سهېل محمود، خاص سېكتر رضا بشير تارړ، د خارجه وزارت او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت اعلی چارواكو هم په دستوره كښې ګډون وكړو
بهر هېوادونو كښې ميشته پاكستانيانو لپاره به هر ډول آسانۍ پېدا كوٶ۔ د شاه محمود قرېشي د اېف اېم پورټل پرانستې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا