اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پا??ستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي٬ اروپائي ائتلاف سره اړيكې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لرؤ٬ نړيواله ورورولي دې په مقبوضه جمو وكشمير او غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د اروپائي ائتلاف خصوصي استازي فرانس وېن ډيل په مشرۍ كښې ملاقات كوؤنكي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د بشري حقونو او موسمياتي بدلونونو په شمول په مهمو موضوعاتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيكر وو??يل پا??ستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې زياتې مهمې ګڼي او د دې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري۔ ده وو??يل پا??ستان زيات كلتورونه ٬ مذهبونه او قامونه لرونكے هېواد دے٬ پا??ستاني وګړو ت?? د ??انون له مخې ټول بنيادي حقونه ترلاسه دي۔ د دوئي د حقونو تحفظ او خېر ښېګړې لپاره پارليمان ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ ده وو??يل دلته اقليتي ورورولۍ ته هم په پارلېمنټ كښې بشپړه نمائندګي وركړې شوې ده۔ سپيكر وو??يل نړيواله ورورولي دې په مقبوضه جمو وكشمير او غزه كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس اخستلو سره ??غل??ه د روان ظلم او زياتي مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ ده وو??يل د جي اېس پي پلس حوالې سره په نړيواله كچه پا??ستاني اقدامات ستائلې شي۔ د اروپائي ائتلاف خصوصي استازي فرانس وېن ډيل وو??يل پا??ستان په نړيواله كچه يو مهم هېواد دے ٬ ورسره خپلې اړيكې لا مضبوطول غواړؤ۔ اروپائي ائتلاف پا??ستان سره دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركولو كښې خوښي لري۔
پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكې په قوي ستراتيجيكي همكارۍ كښې د بدلولو عزم لري: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار