اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم ﴿ايكو﴾ د مشرانو د 13مې غونډې چيئرمېن وټاكل شو۔ د اېكو د مشرانو غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې پ??ل شوه په كومه كښې چې اقتصادي مرستې او د سيمه ايزې رابطه كارې ته پام ګرځول شوے۔ په غونډه كښې د اقتصادي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو آذربائيجان٬ قزاخستان ٬ كرغېزستان٬ اېران٬ تاجكستان٬ تركيې٬ تركمانستان او ازبكستان د هېوادونو او حكومتونو د مشرانو نه علاوه د چين خاص استازي ګډون وكړو۔ په پاكستان كښې د افغانستان سفير د مشرانو په غونډه كښې د خپل هېواد نمائندګي كوي۔ د اقتصادي مرستې تنظيم په كال 1985م كښې جوړ كړے شوے و۔ په ابتدائي توګه اېران٬ پاكستان او تركيه د دې تنظيم غړي وو چې مقصد ئې د غړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي٬ تكنيكي او كلتوري مرستې ته وده وركول وو۔ دا تنظيم د پرمختګ د سيمه ايزې مرستې تنظيم﴿ آر سي ډي﴾ تسلسل دے كوم چې د كال 1964م نه تر كال 1979م پورې قائم و۔ په كال 1992م كښې په ايكو كښې 7 نوي غړي شامل شول په كومو كښې چې افغانستان٬ آذربائيجان٬ قزاخستان٬ كرغېزستان٬ تاجكستان٬ تركمانستان او ازبكستان شامل دي۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو د 13مې غونډې چيئرمېن وټاكل شو
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی