اسلا?? آباد 24 مارچ (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان ورځې په موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته د مباركې خط ليكلے. د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د چينائي سفارت لخوا په ټويټر جاري شوي خط كښې د چين صدر وئيلي دي چې هغه د چين پاكستان د اړيكو بهترې ته ډېر اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو او د اولس په ګټه صدر ډاكټر عارف علوي سره په ګډه كار كول غواړي. د چين وزيراعظم لي كي جيانګ هم د پاكستان ورځې په موقع وزيراعظم عمران خان ته د مباركې خط ليكلے. ده وئيلي دي چې هغه نوي او عظيم پرمختګ لپاره د چين پاكستان سدابهار ستراتېژيكي شركت ته وده وركولو لپاره وزيراعظم عمران خان سره په ګډه كار كول غواړي. د چين خارجه وزير وانګ يي هم د پاكستان ورځې په موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته د مباركې خط ليكلے دے
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں