اسلام آباد 29 جون (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي ديپه هېواد كښې چې كله هم سپېځلې ټاكنې شو?? او ټولو ګوندونو ته يو ډول موقعې په لاس ورغلي نو پيپلز پارټي د غوره كاركردګي څرګندونه كړې ، د امريت په مرسته په درغلې سره كامياب شوي دا يره لري چې كه چرته انتخابي اصلاحات وشول نو د دوي ضمانتونه به ضبط شي ، ځكه د ع??ران خان پشمول د سندھ ځينې ګوندونه د ادارو د نيوټرل كېدو په ضد چغې وهي، د انتخابي اصلاحات نه پس كه چرته درغلي كېږي نو بايد مون?? ټول ئې په ضد غږ پورته كړو، په سندھ كښې به په دوهم پړاٶ كښې هم د سياسي مخالفينو ضمانتونه ضبط كړو. د شورو په ورځ په قومي ا??مب??ۍ كښې په خپله وېنا كښې ده ووئيل اپوزيشن ته په بجټ د خبرو كولو بشپړه موقع وركړې كېږي. مونږ څلور كاله په اپوزيشن كښې وو خو د خبرو موقع به په مشكله په لاس راغله، مېډيا ا?? اولس د دې ګواه دي. ده ووئيل په سندھ كښې د بلدياتي ټاكنو په معامله پرله پسې په ايوان كښې خبرې كېږي كه دا معامله په سندھ ا??مب??ۍ كښې پورته كړې شوې وه نو ښه به وه. ده ووئيل پيپلز پارټي په دې هېواد كښې جمهوريت، سپېځلو ټاكن?? او د اولس معاشي حقونو لپاره د درېو نسلونو څخه هڅې كوي، مونږ د هر يو آمر مقابله كړې ، ده ووئېل جيالو د پانسې پړې ښكل كړي خو د آمر څخه ئې پاكستان ته نجات وركړے. ده ووئيل چې كله هم په هېواد كښې درغلي شوې هغه د پاكستان پيپلز پارټي لاره نيولو لپاره شوې او كله چې هم پاكې ټاكنې شوي نو پيپلز پارټي اقتدار ته راغلې. ده ووئيل مونږ تل د امريت او سلېكټډ په ضد هڅې كړي دي .
په هېواد كښې چې كله هم سپېځلې ټاكنې شوي او ټولو ګوندونو ته يو ډول موقعې په لاس ورغلې نو پيپلز پارټي د غروه كاركردګي څرګندونه كړې. د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په قامي اسمبلۍ كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون