اسلام آباد 24 فروري(اے پي پي)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسېن وئيلي دي د امن وضعې ښه كېدو سره د پاكستان معيشت په تندۍ سره رامخې ته كېږي٬ حكومت د توان بحران خاتمې له ضروري ګامونه پورته كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې مېنځني ختيز كښې د مسلم ليګ (ن) صدر چوهدري نور الحسن په بلنه دوبئۍ كښې مېشته پاكستانيانو سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع يو اے اي كښې د پاكستان قونصل جنرل جاوېد حسن هم موجود وه۔ ده ووئيل د پاكستان معاشي اشاريې ورځ په ورځ ښې كېږي ٬ برآمدات زيات شوے او پېداوار هم زياتېږي۔ ده ووئيل د زرمبادله پنګې زياتې شوې او د سټاك ماركيټ كاركردګي ښه شوې ده ۔
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی