اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد نواز شریف قائد اعظم پوهنتون كښې ” نېشنل سنټر فار فزكس نامه بدلونو سره پروفېسر عبدالسلام سنټر فار فزکس” كېښودو اصولي منظوري وركړه۔ وزیراعظم د تعليم او پېشه وارانه تربيې وزارت ته امر وكړو چې اولس مشر ته دې د سنټر نامې بدلولو باضابطه سمري ولېږلې شي۔ وزیراعظم په نړيوالو نوموړو پوهنتونونو كښې د لوړو زدكړو كمېسون د لارې د فزكس په څانګه كښې پي اېچ ډي لپاره 5 پاكستاني زده كوٶنكو ته په كلنه توګه د فېلو شپ وركولو هم منظوري وركړه او د دې فېلو شپ پروګرام نامه “پروفېسر عبدالسلام فېلو شپ” كېښودې شوه۔ وزیراعظم دا پرېكړه د فزكس نوموړي ماهر پاكستاني ډاكټر عبدالسلام د قدر وړ خدماتو په اعتراف كښې كړې څوك چې د شلمې پېړۍ په نظرياتي طبعياتو كښې د يو مهم شخصيت حېثيت لري۔ ډاكټر عبدالسلام د فزكس په څانګه كښې په 1979 كښې په مشتركه توګه نوبل پرائز ترلاسه كړې ٶ څوك چې د سائنس په مېدان كښې نوبل انعام ترلاسه كوٶنكې وړومبنې پاكستانې او د اسلامي نړۍ دويم شخصيت ٶ۔ ډاكټر عبدالسلام د 1960 څخه تر 1974 پاكستاني حكومت كښې د سائنس د لوړې كچې سلاكار په حېث هم خدمات ترسره كړي او د پاكستان د سائنس مېدان په ترقۍ كښې ئې ځانګړې كردار لوبولې۔ د كال 1998 د اتومي چاٶدنو نه پس د پاكستان حكومت د ” پاكستان سائنس مدارو” په لړ كښې د ډاکټر عبدالسلام د خدماتو په اعتراف كښې د ډاك يادګاري ټكټ هم جاري كړې ٶ۔ د نېشنل سنټر فار فزکس نامه بدلولو سره ډاکټر عبدالسلام سنټر فار فزکس كېښودو سره د پاكستان سائنس مدارو ته د اعزاز وركولو په لړ كښې يو مهم قدم دے چا چې د هېواد خدمت كړې او په نړۍ كښې ئې د پاكستان نامه روښانه كړې
وزیر اعظم قائد اعظم پوهنتون كښې د نېشنل سنټر فار فزكس نامه بدلولو سره پروفېسر عبدالسلام سنټر فار فزکس كېښودو اصولي منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن