ملتان ۔ 24 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئېلې دي ټول پاكستان د پرمختګ مېوؤ څخه ګټه پورته كوي۔ كوم كسان چې د پرمختګ علم نه لري هغه د پاكستان د پرمختګ لاره نيول غواړي۔ د حكومتونو او سياستمدارو كار اولس دھرنو ٬ جلسو ٬لارينونو او احتجاج پلو بوتلل نه بلكې د هېواد او قام خذمت كول دي۔ لويې لويې ادعاګانې كوؤنكې دې اوښائي نوې پاكستان كم ځائې جوړشوے۔ په ټويټ بې سره او بې پښو تورونه لګوونكي به يوه ورځ په خپله اولس ته په ډاګه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزیراعظم محمد نواز شریف د نهې په ورځ د ملتان مېټرو بس منصوبې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دستوره كښې د پنجاب ګورنر رفیق رجوانه، د پنجاب اعلی وزير شهباز شریف، وفاقی او صوبائی وزيران او مشران سياستمدار موجود وو۔ دا خبره دې ??كاره وي چې د پنډۍ اسلام آباد او لاهور څخه وروستو ملتان درېم ښار دے چرته چې د 28 اربه روپو په مصرف 18 كلوميټره اوږده مېټرو بس منصوبه ترسره كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دلته سياست كولو ٬ دھرنې ٬ د پرمختګ لاره نيولو ٬ د قامي وخت ضائع كولو يا د پرمختګ لاره كښې خنډان راولاړولو ٬ اړي ګړي راپېدا كولو يا اولس بې لارې كولو له نه يو راغلې بلكې د ملتان اولس ته د مېټرو ډالۍ وركولو له راغلې يو۔ د ملتان اولس خذمت او خپل فرض ترسره كولو لپاره راغلې يو۔ وزيرعظم په لږه موده كښې د منصوبې په ترسره كولو د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف له مباركي وركړه۔ ده هي??ه ولرله د پاتې برخې كار به هم ډېر زر پېل كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل دې پرانستې دستوره كښې ګډون كولو له د سيمې ټاكلې شوو د قامي او صوبائي اسمبليو غړيو ته بلنه وركول پكار وو دغسې چې هغوي هم نن ليدلې وې چې ملتان ته نن كومه ډالۍ وركړې كېږي۔ د دې ??ار بې وسه اولس له د ټرانسپورټ غورۍ اسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل حكومت د مېټرو په مد كښې د كال په سر اربونه روپۍ سبسډي وركوي ولې چې د مېټرو امدن په مېټرو د خرڅونو نه ډېر كم دے۔ ده ووئيل د دې زياته ګټه به د سكول كالج او پوهنتونونو طالبعلمانو او بې وزله اولس ته رسي۔ ده ووئيل كه نوې پاكستان څوك ليدل غواړي نو هغه دې ملتان ته راشي۔ وزيراعظم ووئيل ملتان د سوئيلي پنجاب يو غوره ښار دے او د دې ??كلا زمونږ ذمه واري ده۔ په دې مهال وزيراعظم تر ملتان د رسېدونكې موټروے ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل د هېواد نورو برخو په ډول به بلوچستان كښې هم د سړكونو جال خپرولې شي۔ ګوادر يو نوې بندر ځائې جوړېږي۔ د حكومتې ګامونو په نتيجه كښې د بلوچستان وروستو پاتې سيمې د هېواد د نورو سيمو برابر جوړوو۔ خنجراب څخه تر ګوادر يوه اېکسپرېس وے او موټروے هم جوړېږي۔ په دې مهال وزيراعظم هېواد كښی د برېښنا روانو منصوبو ذكر هم وكړو د كومو بشپړېدو سره به چې 10 مېګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ نه يواځې دا چې لوډشېډنګ ختمول غواړو بلكې دې سره سره برېښنا ارزانول هم غواړو۔ د هېلت س??يم په اړه وزيراعظم ووئيل دا به د هېواد ټولو ضلعو ته رسولې شي او بې وزله اولس له به د درملنې وېړيا اسانۍ وركوؤ۔ په دې مهال وزيراعظم د ملتان مېټرو پولیټن کارپورېشن مېئر نوید آرائیں ته هم د میئرشپ منصب په سنبالولو مباركي وركولو سره هي??ه ولرله چې هغه به شپه ورځ د زړه نه كار كوي او د ملتان نقشه بدلولو له به كوټلي ګامونه پورته كوي۔ دستورې ته اعلی وزير شهباز شريف ٬ وفاقي وزير سکندر حیات بوسن او د ملتان مېئر نوید آرائیں هم خطاب و كړو۔
ټول پاكستان د پرمختګ مېوؤ څخه ګټه پورته كوي
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس