اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس په خېبر پختونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي۔ په ګرد هېواد كښې نور 80 كسان په حق رسېدلي كومو كښې چې 33 په وېنټيلېټرز وو۔ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنېټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 3 زره 772 وګړو د كووډ – 19 ټېسټ مثبت راغلے۔ په دغه مهال ټول 53 زره 881 ټېسټونه وكړے شول۔ د دې وبا څخه تر دې دمه 10 لكه 12 زره 662 كسان ښه شوي۔ بلوچستان كښې د كووډ – 19 كوم رنځور په وېنټيلېټر نشته او په ټول هېواد كښې د كووډ-19 لپاره په بېلو كړو وېنټيلېټرز 486 رنځوران پراته دي۔ د اېكټو كېسونو شمېره 89 زره 919 او د ځپليو 11 لکه 27 زره 584 ته رسېدلې۔ ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 25 زره 3 كسان مړه شوي۔ تر دې دمه ټول 1 كروړ 72 لكه 76 زره 450 ټېسټونه شوي۔ دغسې د کووډ۔19 درملنو له بېلو كړو 639 روغتونونو كښی 5 زره 889 رنځوران داخلي دي۔
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 3772 کېسونه رامخې ته شول ٬ 80 كسان په حق ورسېدل ٬ نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania