اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د چين حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره د خالي په ورځ د چين سفارتخانې دوره كړې او په 26 اپرېل 2022 په كراچۍ كښې په رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د چينائي وګړو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ۔په دې موقع د چين سفارت ناظم الامور او افسرانو سره په خپلو خبرو كښې صدر ووئيل په دې پېښه د پاكستان ټول قام دړدېدلے او مونږ د چينائي وګړو په غم كښې برابر شريك يو۔ډاكټر عارف علوي د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به د چينائي وګړو تحفظ باوري كوي او په دې پېښه كښې ككړ كسان به انجام ته رسولو له كومه بې غوري نه كوي۔صدر مملكت د دې پیښې غندنې كولو سره ووئيل زمونږ دښمنانان د پاك چين ملګرتيا او سي پیك منصوبې ته زيان رسول غواړي خو هغوي به چرې هم پخپلو عزائمو كښې بريالې نه شي ځكه چې دواړه هېوادونه خپلو كښې نزدې ملګرتيا لري۔ده د چين ناظم الامور ته ووئيل د چين اولس٬كميونسټ ګوند او صدر شي جن پنګ ته زما د غمرازۍ پیغام ورسوې ۔دغسې د چين ناظم الامور د سفارت په دوره كولو او د چين اولس او حكومت سره د يو والي په څرګندونه كولو د صدر مملكت مننه وكړه۔ده ووئيل دواړه هېوادونه شريك سباؤن لري او خپلو كښې د ملګرتيا او مرستې يو تاريخ لري۔ده د بريد غندنې كولو سره هيله څرګنده كړه چې په دې پېښه كښې ككړ كسان به انجام ته ورسولې شي۔د دې نه پس صدر د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔
صدر ډاكټر عارف علوي د چين حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره د چين سفارتخانې دوره وكړه٬د ترهه ګرۍ په ضد بريد كښې د چينائي وګړو په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی