اسلام آباد23 مارچ (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپ??ونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د پاكستان ورځې پرېډ د پاكستان د دفاع سياسي نظرياتي او معاشي استحكام او د پرمختګ د روښانه علامت ورځ ده٬پرېډ كښې د ملګرو هېوادونو ګډون د ټول قام لپاره اعزاز او د كاميابه خارجه پالېسۍ ښكاره دليل وو٬د وزيراعظم محم?? نواز شريف پھ مشرۍ كښې د پاكستان خارجه پالېسي مخ په وړاندې روانه د??٬ز??ونږ د يوازې كولو خواب لېدونكي پخپله يوازې كېږي۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل چې 23 مارچ پرېډ د اسلامي جمهوريه پاكستان د دفاع٬سياسي نظرياتي او د معاشي استحكام او پرمختګ د روښانه علامت ورځ وه۔دې ووئيل په پرېډ كښې په خاص توګه د ملګرو هېوادونو سعودي عربستان٬تركيه٬د سوئېلي افريقا او د عوامي جمهوريه چين پوځي ډلو په وړومبي ځل ګډون كول د ټول قام لپاره د اعزاز خبره وه او دا د كاميابه خارجه پالېسۍ ښكاره دليل وو۔دې ووئيل دا د دې خبرې پیغام هم وو چې زمونږ شريكه خپلولي٬شريكې سلامتيا او دفاع سره سره د تعمير او پرمختګ لپاره نوي پړاونو كښې داخلېږو۔دې ووئيل دا خبره د دې امر ثبوت هم دې چې د وزيراعظم محم?? نواز شريف په قيادت كښې د پاكستان خارجه پالېسۍ پرمختګ كړی او زمونږ د يوازې كولو خواب لېدونكي پخپله يوازې كېږي۔دې ووئيل د نن دستوره د قامي همغږۍ او هېواد سره د مينې لرلو جزبې يوه مثالي نمونه وه۔دې ووئيل ترهه ګرۍ په ضد ضرب عضب عمليات او ردالفساد د كومو سره چې د ترهه ګرو ملا ماته شوې نو د امن او سكون يو چاپیرچل هم پیدا كېږي۔دې ووئيل د نن پرېډ د دې نوي چاپېرچل يوه ښه څرګندونه وه۔نن اولس ته پېغام هم ترلاسه شوې چې د وزيراعظم محم?? نواز شريف په قيادت كښې د پاكستان خارجه پالېسي٬قامي سلامتيا٬دفاع او د معاشي پرمختګ په څانګه كښې مخ پھ وړاندې روان دې۔دې نن په پرېډ كښې په ګډون كولو د ملګرو هېوادونو پوځي ډلو خپل وسله والو او اولس له مباركي وركړه
د پاكستان ورځې پرېډ د پاكستان د دفاع ٬ سياسي ٬نظرياتي او معاشي استحكام او د پرمختګ د روښانه علامت ورځ ده
مضمون کا ماخذ : راکی