اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي عمران نيازي دې په دې خوش فهمۍ كښې نه وسي٬ مونږ ته ډکټېشن نشي كولې، الېکشن كله كول دي پرېكړه به اتحادي حكومت او ايوان كوي، د صوبائي حکومت د مشر معاونت سره ئې په وفاق بريد كړې٬ يو ټولګي يا ګوند ته د آئين نه د بغاوت حق نشي وركولې كېدې، په پاٶ كم څلورو كالو كښې عمران نيازي د زېړو كولو نه سېوا هېڅ نه دي كړي٬ د معيشت بېړه ئې غرقه كړه٬ په ټولنه كښې ئې تقسيم در تقسيم پېدا كړې، عدليه او ادارې بدنامولې كېږي٬ د بېلين ټري سونامي ناسمه ادعا كوٶنكو په اسلام آباد كښې اونو ته اور لګولې٬ د مذهب ذاتي مقاصدو لپاره د استعمالولو چې څومره غندنه وشي كمه ده، عمران نيازي د وسائلو نشتوالي باوجود پټرول او د ډيزلو بيعه ټيټولو سره مائن خپور كړي٬ د انتخابات (بدلون) بل منظورۍ سره د سپېځلي الېكشن بنياد اېښې شوې دې٬ چپه كېدونكې معيشت به سنبهالوٶ٬ پاکستان عظيم هېواد جوړولو لپاره به ځان قربانوٶ٬ ياسين ملك ته په ناسمه مقدمه كښې د سزا وركولو غندنه كوٶ٬ پاکستان به د ياسين ملك سزا په ضد او د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې کشميريانو سره د خپلواكۍ حق لپاره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل د اپرېل لسمه نيټه كال 2022 تاريخ ساز ورځ وه٬ په وړومبي ځل د پاكستان په تاريخ كښې د آئين او قانون د روح له مخې د عدم اعتماد قرارداد كامياب شوې٬ د آئين له مخې او د دې ايوان په منشا او ووټونو سره نوې حكومت قائم شوې٬ نه څوك په دېوال راوړېدلي٬ نه ګرفتارۍ شوي دي بلكې د پاكستان او د دې ايوان عزت او توقير كښې اضافه شوې ده
عمران نيازي مونږ ته ډکټېشن نشي كولې٬ د اليکشن كولو پرېكړه به اتحادي حكومت او ايوان كوي٬ د صوبائي حکومت د مشر په مرسته ئې په وفاق بريد كړې٬ كوم ټولګي يا ګوند ته د آئين نه د بغاوت حق وركولې كېدې نه شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس