اسلام آباد 22 دسمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د حکومتې كوټلو پاليسو په سوب كليو او ښاريو كښې غريبي او بې روزګاري كمه شوې ده ٬ مائيكرو فنانس سېكټر 42 لكه كسانو له روزګار او كاروبار له په آسانو شرطونو قرض وركوي٬ حكومت تر دې دمه د بې نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ څلوېښت اربه ??خه 117 اربه روپو ته رسولې٬ بي آئي اېس پي ??خه د مستفيد كېدونكو كورنيو شمېره د 30 لكه نه 56 لكه ته رسېدلې ده ۔ د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير د پرائم منسټر انټرسټ فري لون سكيم دستورې وېنا كوله۔ په دې موقع د پرائم منسټر يوته لون پروګرام چيئرپرسن لېلیٰ خان، د پي اېم آئي اېف اېل سكيم د سټېئرنګ كمېټۍ چیئرمېن ډاکټر امجد ثاقب، د پي پي اے اېف چیف اېګزېکټو آفسر قاضي عظمت عیسیٰ او د پي اېم آئي اېف اېل سکیم د شراكتي ادارې استازي هم موجود وو۔ د خزانې وزیر ووئيل د وزیر اعظم د سود نه غېر سكيم د لارې 2 لكه 50 زره كسانو له قرض وركول خوشبينه دے ۔ ده ووئيل د هېواد د آبادۍ معاشي حاجتونه يو ډول نه دي٬ د زياتره هېوادونو په مقابل كښې زمونږ د هېواد د معيشت نوعيت ډېر مختلف دے او د آبادۍ د هرې برخې ??پل ځانګړې معاشي ضرورتونه دي٬ ده ووئېل زياتره آبادي غريبه او محرومه طبقاتو سره تعلق لري چې ورته د معاشي پرمختګ كمې موقعې نصيب كېږي او ھغوي د خپل كاروبار پېل كولو جوګه نه وي ٬ده ووئېل ھغوې د انكم سپورټ پروګرام ??خه خپل حاجتونه ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل كومې بې وزله ټولنې چې د مائېكرو فنانس يا د سرمايه كارۍ آسانۍ نه شي ترلاسه كولې ھغوې د دې قرض سكيم ??خه ګټه پورته كولې شي ۔ ده ووئيل د دې سكيم د لارې به د 44 ضلعو د 427 يونين كونسلو دوه لكه 50 زره كسانو له قرض وركولې شي چې پكښې 62 فيصده مېرمنې شاملې دي۔ده ووئيل په كال 2014 كښې د سود نه غېر سكيم وزيراعظم پېل كړې ٶ چې په سوب ئې بې وزله كسانو له كاروبار پېل كولو له بجټ كښې 3.5 اربه روپۍ وركړې شوې او په دې لړ كښې پرېكړه شوې چې دا سكيم به د پي پي اے اېف د لارې نافذ كولې شي۔ ده ووئيل دې سكيم ګټه لرې پرتو سيمو په خاص توګه مېرمنو ته رسېدلې كومې چې د كاروبار صلاحيت لري ولې كنونېشنل ته رسنه يا اهليت ئې نه لري٬ ده ووئېل دې سكيم كښې زلمو او خاص كسانو له يو برابر موقع وركولې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل وړومبې د سود نه غېر قرض كارولو ??خه به دوي خپل كاروبار پېل كړي او نورو مالياتي خدمات ته د رسنې جوګه به شې ٬ وفاقي وزير ووئېل قرض ترلاسه كوٶنكو كښې 50 زره كسان د بي آئي اېس پي مستحق دې كوم چې په كاميابه توګه خپل كاروبار چلوي۔ ده ووئيل د نړيوال بانك په اشتراك د سروے له مخې په كال 02-2001 كښې د غر بت شرح نمو 64.2 فيصده ??خه په كال 14-2013 كښې 29.5 فيصده ته راغلې او د خوراك د توان فارمولې له مخې په ياده شوې موده كښې د 34.6 فيصده ??خه 9.31 شوې دغ??ې د بې روزګارۍ شرح هم د 13-2012 كښې د 6.2 فيصده ??خه د كال 15-2014 كښې 5.9 فيصده ته راغلې ۔ اسحاق ډار ووئيل د حكومت ترجيح د اولس معاشي بحالي او سوكالي ده اوپه دې لړ كښې د حكومت بې وسه خلقو له مالياتي خدمات خپرول د قدر وړ كارنامه ده له مخې ??ې نه يوازې د روزګار او ملازمتونو نوې موقعې پېدا شوې بلكې حكومت لرې پرتو سيمو كښې معاشي هڅو ته وده وركولو له د نوو لارو ټاكنه هم كړې۔
د حکومتې پاليسو په سوب كليو او ښاريو كښې غريبي او بې روزګاري كمه شوې
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم