د وزيراعظم عمران خان د كورونا وائرس په اړه قام ته خطاب


اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي)مونږ هغه وخت پريكړه وكړه چې كله په چين كښې د كورنا وائرس خپرېدل پېل شوو چې دغه اثرات به د چين نه د خلكو راتللو سره دلته هم رامخې ته كېږي٬دا وائرس يو داسې څيز دے زه غواړم چې قام اول په دې حقله خبر كړم جې دا يو قسم زكام دے د كوم خاصيت چې په بېړه خپرېدل دي خو بل خوا دا زه تاسو ټولو ته وئېل غواړم چې مطمئن اوسۍ چې دا رنځ 97 فيصده د رغېدو دے٬دغه 97 فيصده كسان بېخي رغېږي او په دې كښې 90 فيصده هغه كسان وي چا ته چې معمولي شكايت كېږي لكه ټوخې٬زكام په دې كښې يوازې درې څلور فيصده هغه كسانو ته روغتون ته تګ ورپغاړه كېږي څوك چې يا زيات عمره وي يا د وړاندې څه ناروغتيا لري لكه د سينې انفيكشن٬ تراوسه په نړۍ كښې نزدې 1 لك 90 زره كيسونه رامخې ته شوي چې كله مونږ ته د نړۍ صورتحال معلوم شو نو اول مونږ د چين سره پرله پسې خبرې وكړی او چې كله بيا كورونا وائرس ګاونډي هېواد ايران ته ورسېد او زمونږ زائرين متاثره شول نو مونږ په دغه لړ كښې د ايران حكومت سره هم په تماس كښې پاتې شو ٬ خو مسئله دا رامخې ته شوه چې كوم زائرين د بلوچستان د لارې راتلل هغه يوه داسې ويرانه سيمه ده چې هلته ورته لاجسټك مرسته رسول ډېره ګرانه وه ۔ لكه ډاكټران٬داروګان يا نور څيزونه رسول ډېر ګران وو٬دا ډېر ګران كار دے ځكه چې د تفتان پوله ډېره خوره وره صحرا ده٬ځكه زه نن په خاص توګه د بلوچستان حكومت او پاك پوځ ته ډاډ وركوم چې هغوي تراوسه څه هم وكړل دا يې په ډېرو سختو حالاتو كښې په زړه پورې هلې ځلې كړي چې كوم زائرين راتلل د هغوي څارنه ئې هم كړې او د هغه ځاې نه يې رابهر كړي هم دي ۔زه يو وارې بيا هغوي له داد وركوم ځكه چې دا هر څه ماته معلوم دي او زه يې څارنه كوم٬اوس تاسو له ځان په دې پوهه كول دي چې زمونږ ريسپانس څه دے او مونږ پرله پسې په دې لړ كښې هلې ځلې كوو نو زه پاكستاني قام ته وئېل غواړم چې د پنځلسمې جنورۍ نه مونږ خپل كار پېل كړی٬په هوائي مېدانونو مونږ سكريننګ پیل كړی ؤ او تراوسه 9 لكه كسان مونږ معائنه كړي او چې كله وړومبې كيس په پاكستان كښې رامخې ته شو نو هغه د فرورۍ 26م تاريخ ؤ ٬مونږ ته د وړاندې نه احساس ؤ او لا پوهه شو چې دا به په نړۍ كښې خپرېږي او پاكستان ته به هم رارسي٬مونږ تېره اونۍ د نېشنل سېكورټي كونسل غونډه راوبلله چې پكښې مو يوه كمېټي جوړه كړه او ورسره مونږ د نړۍ رسپانس مطالعه كړو چې نړۍ څه كوي لكه اټلي په اول كښې هېڅ اونه كړل٬برتانيې تراوسه په دې حقله څه خاص تندي نه ده ښودلې٬د هغوي رسپانس د نړۍ نه بدل دے٬امريكې چې هېڅ نه وو كړی خو اوس هغوي په ردعمل كښې پوره ښارونه بند كړل ٬مونږ چې كله دا سوچ كولو چې مونږ له څه كول پكار دي نو مونږ په دې ورسېدو چې د پاكستان هغه حالات نه دي كوم چې د امريكې دي٬زمونږ په هېواد كښې غربت دے٬زمونږ نزدې 25 فيصده خلق د سخت غربت سره مخ دي٬مونږ د ډېر سختو معاشي حالاتو نه اوځو لكه 2019 زمونږ لپاره ډېر سخت كار ؤ٬دا وخت بې روزګاري ده او سخت حالت دې په ورو ورو به دا سمېږي٬دغسې مونږ سوچ وكړو كه مونږ ښارونه بند كړو نو د وړاندې نه خلك د ډېر غربت سره مخ دي كه يو خوا يې مونږ د كورونا نه ساتو نو بل خوا به خلك د لوږې نه مړه شي٬زمونږ د غريبانانو به څه كېږي ٬ نو مونږ په ډېر سوچ او فكر دا پريكړه وكړه چې چرته خلك ډېر راجمع كېږي لكه كركټ ميچونه٬كالجونه٬يونيورسټۍ٬سكولونه نو مونږ هغه بند كړل او بيا مونږ يوه نېشنل كوآرډينېشن كمېټي جوړه كړه ۔ د دغې كمېټۍ دوه برخې دي چې پكښې ټول اعلٰی وزيران او متعلقه پوهان شامل دي چې پكښې پي ډي اېم اے هم ده٬پي ډي اېم اے چې چرته آفت راځي يا زيان كېږي نو هغوي د مرستې كارونه كوي۔مونږ دغې ادارې له پيسې وركړې او ورته مو ووئيل چې تاسو متعلقه سامان واخلۍ۔ماسكونه خو زمونږ سره شته خو د وينټي ليټر په حقله مونږ ووئيل چې هغه درې څلور فيصده كسان څوك چې د زيات تكليف سره مخ دي دا د هغوي لپاره مختص ګړې او ورسره مونږ يوه بله كمېټي د پوهانو جوړه كړې چې پكښې د انفيكشن ناروغيو پوهان شامل دي هغوي پرله پسې هغه كمېټۍ ته مشورې وركوي چې څنګه كار كول دي د نړۍ نه هم زده كړې كوي او خپله پوهه هم لري۔نن زمونږ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د چين په دوره تللې٬هغه ته ما په خاص توګه وئېلي دي چې چائنه زمونږ نزدې ملګرې دے چې د هغوي نه مونږ څه او څنګه زده كولې شو كه چرته دا وائرس په بېړه خپور شي او نو څنګه به مونږ په دې قابو مومو۔زه ټولو ته وئېل غواړم چې مونږ خپل پوره كوشش كوو او زه تاسو ته وائم چې قام به څه كوي ۔۔خو دا په ذهن كښې اوساتۍ چې زموڼږ نه زيات لويې او ترقي كوونكي هېوادونه كوم چې بلها وسائل لري د هغوي ادارې هم قوي دي٬هغوي هم د ستونزو سره مخ دي۔زه اوس تاسو ته وائيم چې مونږ به څنګه د دې رنځ مخ نيوې كوو٬انسان كوشش كولې شي اوس زه تاسو ته وائيم چې هغه كوم ګامونه دي چې مونږ به يې پورته كوو٬مونږه د كوآرډينېشن كمېټۍ سره سره اكانومي كمېټي هم جوړه كړی د دغې كمېټۍ مقصد دا دے چې د دې رنځ به معاشي څه صورتحال وي ځكه چې په نړۍ كښې نرخونه راپريوتې دي٬صنعتونه ودرېدلې دي٬تېل ارزان شوي٬پاكستان به هم د ستونزو سره مخ كېږي او مونږ له به څه كول وي ۔۔تر ټولو اول زمونږ ايكسپورټران ځكه چې په پاكستان كښې ډېره په ګرانه تجارتي هلې ځلې بحال شوي٬زمونږ د ټېكسټائل انډسټري په بشپړه توګه فعاله ده او نورې كارخانې هم روانې دي٬مونږ ته چې څه ښكاري هغه دا دي چې په دې لړ كښې هم ستونزې رامخې ته كېدې شي نو دغسې دا اكنامك كمېټي به دې معاملاتو ته ګوري چې كوم كوم اړخونه ځپلې كېږي او د دغې مخ نيوې څنګه كېدې شي۔خو زه په خاص توګه چې كومه خبره كول غواړم هغه دا ده چې ګراني نه وي٬زه يره لرم چې څنګه وړاندې چيني او وړه ذخيره كړی شوي وو او ګران كړی شوي وو چې بيا داسې اونه شي ۔زه په خاص توګه هغه ذخيراندوزو ته پیغام وركول غواړم چې زمونږ ردعمل به ډېر سخت وي او زمونږ رياست به په بشپړه توګه ستاسو په ضد كاروائي كوي او سزا به دركوي چې د اولس د ستونزو نه بيا ګټه پورته نه كړئ۔زه تاسو ته وئېل غواړم چې دا جنګ د كورونا وائرس په ضد يوازې حكومتونه نه كوي٬په چين كښې د حكومت سره اولس هم ولاړ دے نو هله يې كاميابي ترلاسه كړی٬قامونه جنګ كوي دغسې مونږ له د يو قام په حېث دا جنګ ګټل دي٬تاسو له د بشپړې ذمه وارۍ څرګندونه كول پكار ده٬احتياط كوۍ او د ذمه وارۍ سره اول څيز دا دے چې چرته چرته زياته ګڼه وي هلته مه ځۍ٬د ډېرو اجتماع ځايونو ته مه ځۍ٬په بندو كوټو كښې ډېر كسان مه جمع كېږۍ هلته وائرس خپرېږي٬درېم يو بل له لاسونه مه وركوۍ ځكه چې دا اول د لاسونو نه خپرېږي او كه هغه لاس مخ يا خله له وروړلې شي د دغې نه هم خپرېږي٬لاس په صابن ډېر وينځۍ٬هسې هم زمونږ پیغمبر مونږ ته بيا بيا د صفائۍ وائي چې صفائي نيم ايمان دے٬درېم څيز د بهر هېوادونو نه چې كوم خلك راځي هغوي له هم اختياط پكار دے چې خپل ځان تر څه وخت بېل اوساتي او چې چرته وي نو څه وخت ورته ګورۍ چې هغه په دې رنځ خو نه دې اخته٬بل څيز كه چرته تاسو زكام او ټوخي وي نو د دې مطلب دا نه دے چې تاسو ته كورونا وائرس لګېدلې او ټول خلك داسې مه كوۍ چې روغتونونو ته مخه وكړې ځكه چې د امريكې غوندې هېواد كښې هم د دومره خلكو لپاره آسانۍ نشته٬چې تر ټولو مالدار هېواد دے۔ دومره وسائل نشته چې هر څوك راځي او ټېسټ ورله كوي څنِګه چې ما ووئيل 90 فيصده هغه كسان چې د كورونا ځپلې وي هغوي پخپله ښه كېږي نو ډېره ښه دا ده چې تاسو په كور پاتې شۍ او خپل خيال اوساتۍ او آرام وكړئ ځكه چې زياتره خلك ښه كېږي خو هغه خلك چې چاته د وړاندې نه تكليف دے هغوي دې احتياط وكړي او خپل خيال دې اوساتي٬په آخر كښې زه تاسو ته وائيم چې يرېږۍ مه مونږ مسلمانان يو٬زمونږ پیغمبر واضحه فرمائي چې اختياط كوۍ٬مونږ به د يو قام په حېث د دې مقابله كوو او انشاﺀ دا جنګ به ګټوو٬زه نن خپلو ډاكټرانو٬نرسانو او نور عملې ته وئېل غواړم څوك چې په روغتونونو كښې كار كوي٬په خاص توګه تاسو ته وئېل غواړم چې مونږ به ستاسو پوره مرسته كوو چې تاسو ته آسانۍ در كړو چې څومره كولې شوو ۔تاسو له به سامان دركوو او تاسو خپل كوشش د خذمت وكړې

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس