اسلام آباد۔22فروری(اے پی پی)داطلاعت او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان جيل بهرو تحريك “جيل بچو”تحريك ??رځ??لو سره وئېلي دي جيل بهرو تحريكونه د ضمانتونو څخه نه پیل كېږي٬دا څنګه تحريك دے د كوم مشر چې د پلستر خپې سره په ضمانت په زمان پارك ??ښې ناست دے٬عمران خان هېواد ته زيان رسولے ٬هغه له به د ځان په ضد د چارج شيټ ځواب وركول وي٬د جيل بهرو تحريك پیل د عمران خان د ګرفتارۍ څخه پكار دے۔د شورو په روځ خبري كنفرنس ته په خپله وېنا ??ښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل نالائقو٬نااهلو٬د هېواد په ضد شازش كوونكو او په فارن فنډنګ ??ښې ككړ ټولي څلور كاله په وفاق او لس كاله په خېبرپښتونخوا ??ښې تباهي كړې٬عمران خان د د وزيراعظم په چوكۍ د كېښناستو سره د رياستي طاقت په كارولو خپل جيبونه ډك كړي٬ دې ووئېل دغه ټولي خپل سياسي مخالفين به زندانونو ??ښې اچولي وو په ٬سركاري خزانه كارولو ئې د خپلو سياسي مخالفينو په ضد ډنډوره كړې٬تر څلورو كلونو د ټولو رياستي طاقتونو باوجود هغه د خپلو سياسي مخالفينو په ضد د يوې ټكې كرپشن ثابت نه كړو۔د اطلاعات وزيرې ووئيل نواز شريف٬شهباز شريف٬مريم نواز او د حمزه شهباز پشمول د مسلم ليګ(ن)مشرتابه هغه د پهانسۍ په باركونو ??ښې اچولي وو ٬ چې كله كرپشن رامخې ته نشو نو هغه د هيروئن كيسونه جوړ كړل٬هغه چې كله تور ثابت نه كړے شو نو هغه هېواد معاشي تباهۍ پلو بوتللو او ځوانان يې بې روزګاره كړل او اولس يې په ګرانۍ ??ښې راګير كړو ٬دې ووئېل هغه خارجه پالېسي تباه كړې ٬د كشمير سودا يې وكړه٬دوست هېوادونه يې خفه كړي٬د هېواد كومه داسې اداره نشته چرته چې هغه تباهي نه ده كړې۔وفاقي وزيرې ووئيل عمران نيازي د تېرو 9 مياشتو څخه په هېواد ??ښې تماشا لګولې ٬د هغه قيصې د سائفر سازش٬بهرني سازش او د امپورټډ حكومت د تماشې څخه پیل شوي ٬كله اسلام آباد لانګ مارچ كوي كله د خېبرپښتونخوا څخه په لانګ مارچ ??ښې د پوليس سرونه ماتوي ٬هغه ته معلومه ده چې نړيوال سازش نه دې شوے ٬ دې ووئېل د سائفر كومه قيصه نشته٬امريكې كوم سازش نه دې كړے٬د هغه بهرني سازش بيانيه د نواز شريف څخه تر محسن ??قو?? رسېدلې او بيا په جنرل باجوه ختمه شوې٬ دې ووئېل هغه په خپله ټوله قيصه ??ښې په 9 مياشتو ??ښې په هېواد ??ښې تماشې كړي٬هر ورځ يې يو نوې فلم چلولے٬اوس وائي چې كوم بهرنې سازش نه دې شوے۔دې ووئيل په هېواد ??ښې چې كله هم حالات ښه كېږي نو هغه د يوې نوې تماشې اعلان كوي٬د هغه په ضد چې كوم وخت د عدم اعتماد تحريك راغلو٬هغه مهال هغه د سائفر به نامه د لوبېدو اعلان وكړو٬كله چې هم د هېواد معيشت سم پلو كېږي نو دا كس تماشه لګو۔دې ووئيل جيل بهرو تحريك پیل كونكے په فارن فنډنګ كېس ??ښې د 14 نومبر 2014 څخه تښتېدلے ٬دا كس د ټاكنو كميسون٬هائي كورټ٬اېف آئي اے٬نيب٬سېشن كورټ پشمول كوم هم تفتيش ته نه وړاندې كېږي ځكه چې دا غل او فارن فنډر دے٬دې كس د خيرات پيسې د سياسي مقصد او د هېواد په ضد سازش لپاره استعمال ك??ي او په توشه خانه كيس ??ښې هم دا تن تښتېدلے دے٬دې ووئېل هغه ګهړۍ خرڅه كړی٬هغه خپل اختيارات ناجائزه كارولي٬دا د عمران خان په ضد چارج شيټ دے۔دې ووئيل عمران خان حكومت نه عدالتونه غواړي٬چې كومو عدالتونو نواز شريف٬شهباز شريف٬مريم نواز٬حمزه شهباز رابلل او هغوي به وړاندې كېدل او جې نن دا عدالتونه عمران خان غواړي نو وړاندې كېږي نه٬ دې ووئېل پرون شاهد خاقان عباسي عدالت ته د تاخير سره وړاندې شو نو د هغه ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري كړې شوه او بل پلو دا كس غنډه ګردي او بدمعاشي كوي او ورله مهلت وركړے كېږي٬هغه خپلې ګرفتارۍ ته سياسي انتقام وائي٬عمران خان له به په چارج شيټ ځواب وركول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې دې ووئيل نواز شريف د دې هېواد درې ځله وزيراعظم پاتې شوے٬هغه يې په اقامه نااهله كړے ځكه چې هغه د خپل زوي د كمپنۍ څخه تنخا نه ده اغستې۔مريم اورنګزېب ووئيل هېواد دا مهال ستونزو سره مخ دے٬دې نااهل ټولي په خپل دور ??ښې د برېښنا پروژې٬سي پیك٬د معاشي پرمختګ پروژې بندې كړي٬هغه هېواد په بنده كوڅه ??ښې پرېښودے۔نن چې كله مونږ دا هېواد د ستونزو څخه د ويستلو هڅه كوو نو هغه تماشه لګوي۔
د عمران خان جيل بهروتحريك په اصل كښې “جيل بچو”تحريك دے٬د جيل بهرو تحريكونه د ضمانتونو څخه نه پیل كېږي۔ د اطلاعت او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب خبري كنفرنس ته وېنا
Enjoy shopping APP game platform website address
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم