کراچۍ۔17فروری (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د وفاقي اردو پوهنتون سېنېټ په خالي چوكو د غړو ټاكنه كښې په زيات تاخير د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره په مهمو چوكو او فورمز د ټاكنې او تقررۍ عمل د اړوند فورم مودې ختمېدو يا د ريټائرمنټ څخه وړ??ندې د پېل كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې د دې ډول په ټولو چارو كښې كوم خلل رامخې ته يا تاخير ونكړې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ګورنر هاؤس كراچۍ كښې د وفاقي اردو پوهنتون د سېنېټ غوندې مشري كولي په مهال وكړه۔ د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن پروفېسر ډاكټر مختار احمد ٬ د وفاقي اردو پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر اېم ضياﺀ الدين ٬ د پوهنتون د سېنېټ غړي او د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې وزارت استازو ګډون وكړو۔ په دې موقعه خپل خطاب كښې صدر ووئيل وفاقی اردو پوهنتون يوه باوقاره تعليمي اداره ده او دې ته پېښې مسئلې به حل كول وي۔ دغسې چې دا خپلې انت??ام?? او د زده كړو چارې روانې وساتلې شي۔ ده ووئيل د تعليمي او پېشه ورې تربيې وزارت له به د كوم تاخير نه غېر د ټاكنو عمل تندۍ سره مخ په وړ??ندې بوتلل وي۔ صدر مملکت د اېچ ای سی کمېټۍ د رپورټ هم نوټس واخست په كوم كښې چې د تعليمي او انت??ام?? عهدېدارانو د ټاكنې او تقررۍ په چارو كښې بې ضابطګۍ په ګوته كړې شوي دي۔ ده د پوهنتون انت??ام??ې ته ووئيل چې هغه دې تفصيلي رپورټ وړ??ندې كړې او په بې ضابطګو كښې د ككړو تعين دې وكړي۔ د اېچ اي سي چيئرمېن غونډه د انکوائری کمېټۍ رپورټ او په پوهنتون كښې د شوؤ بې ضابطګو په اړه خبر كړه۔ په دې موقعه د وفاقي اردو پوهنتون د سېنېټ غړي دې ته سلا شؤ چې د سېنېټ او اکېډمک کونسل ټول مهم فورمز دې په وخت او فوري پرېكړې له په بشپره توګه فعال كړې شي
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د وفاقي اردو پوهنتون سېنېټ په خالي چوكو د غړو ټاكنه كښې په زيات تاخير د ناراضګۍ څرګندونه
Carnival Party APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ