اسلام آباد 17جنوری (اے پی پی)د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې ش??زيه مري او د تخفيف غربت او سماجي تحفظ خاص مرستيال فيصل كريم كنډي وئيلې دي بلدياتي ټاكنو كښې پيپلز پارټي د كراچۍ د يواځنې لوي ګوند په توګه رامخې ته شوې٬د سندھ بلدياتي ټاكنې په سپيځلې توګه شوي كه چرته د ټكۍ ثبوتونه وي نو رامخې ته دې كړی شي٬بې بن??ټه تورونه لګول د پاكستان تحريك انصاف عادت دے ٬د ټاكنو كمېسون نتيجې د زړه نه منو٬كه په اتفاق سره د كراچۍ ميئر راغلو نو ښه خبره ده۔د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته وفاقي وزيرې ش??زيه مري ووئيل په سندھ كښې د بلدياتي ټاكنو دوهم پړاؤ بشپړ شو٬دا مهال سېلاب ځپليو سيمو كښې وګړي ستونزو سره مخ دي٬الېكشن كمېشن آزاده اداره ده د هغې ټولې پريكړې منو٬مونږ هڅه كوله چې وړاندې سېلاب ځپليو سيمو كښې وګړي په بشپړه توګه بحال كړی شي٬د دې نه پس بلدياتي ټاكنې وكړی شي٬ دې ووئېل الېكشن يو جمهوري عمل دے كوم چې بشپړ شوے٬د يو ګوند دعوې هم هغسې پاتې شوې٬مقبوليت په سروے نه ترلاسه كېږي٬اولس خپله پريكړه كړې۔دې ووئيل كه پي ټي آئي ته دا پريكړه منظور نه وي نو ماتم كولې شي۔كله چې اولس هغوي له ووټ نه وركوي نو هغوي د ټګۍ چغې وهي۔د تخفيف غربت او سماجي تحفظ خاص مرستيال فيصل كريم كنډي وئېلې دي په كراچۍ او حېدر آباد كښې د بلدياتي ټاكنو په مهال په كاميابۍ د پاكستان پيپلز پارټۍ كاركنانو ??و كانديدانو ته په ښه كاميابۍ مباركي وركوم٬په خېب??پښ??ونخوا كښې به د عدم اعتماد تحريك په هېڅ صورت نه راوړو٬نن هغه نالائقو خېب??پښ??ونخوا ديواليه كړې٬امن او امان او صوبه د تباهۍ پلو بوتللې شوې٬ ده ووئېل عمران خان د جنوبي پنجاب صوبې جوړوول او د وسائلو وركولو خپل لوظ څخه انحراف كړے٬اوس به سليكشن نه الېكشن كېږي٬هغه به پنجاب ??و كے پي كے كښې ماتې سره مخ كېږي٬كه په سندھ كښې چرته ټګي شوې وي نو ثبوت دې رامخې ته كړي۔ده ووئيل په خېب??پښ??ونخوا او پنجاب كښې به هم دا ډول نتيجې رامخې ته كېږي چې پكښې به پيپلز پارټي اكثريت ترلاسه كوي
بلدياتي ټاكنو كښې پيپلز پارټي د كراچۍ يواځني لوي ګوند په توګه رامخې ته شوې ۔د وفاقي وزيرې شازيه مري او خاص مرستيال فيصل كريم كنډي خبري كنفرنس ته وېنا
Bank Bankruptcy Again APP Game Download
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا