اسلام آباد۔3 جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې ?? پاك پروردګار په فضل سره په پاکستان کښې د کووېډ-19 وضعيت په قابو کښې دے، 5 څخه تر 12 کاله عمر لرونکو 100 فيصده ماشومانو ته دې په بيړني ډول او ?? پاکستان په پولو او هوايي ډګرونو دې واکسين ورکول باوري كړې شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې په هېواد كښې د كووېډ-19 د وضعې په اړه د جائزې غونډې ته د وېنا په مهال وكړه۔ غونډې ته د منطقې په شمول په ګرده نړۍ او پاكستان كښې د کووېډ-19 د موجوده صورتحال، د کورونا وایرس د نوې صورتونو ٬ د دې د مخنيوي اقداماتو او د وېكسي نېشن په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ووئيل ?? پاك پروردګار په فضل او كرم پاكستان كښې د كووډ – 19 صورتحال په قابو كښې دې۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د 5 څخه تر 12 کالو پورې عمر لرونکو 100 فيصده ماشومانو ته دې په بيړني ډول او ?? پاکستان په پولو او هوايي ډګرونو دې واکسين ورکول باوري كړې شي٬ دغسې په پولو او هوائي ډګرونو دې د سكريننګ نظام كره كتنه د تھرډ پارټي د لارې وكړې شي او رپورټ د?? وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د دې رنځ د لاسه په تېرو 15 اونيو كښې د كوم تن په حق نه رسېدل يوه ښه خبره ده۔ ده ووئيل زما په شمول ټول قوم د وېكسين عطيه كوؤنكو هېوادونو مننه كوي۔ ده ووئيل د کووډ-19 انفېکشن کمه شرح خوشبينه ده خو مونږ له به هر وخت چمتو پاتې كېدل وي۔ ده ووئيل د کووډ-19 د خپرېدو مخنيوي له اقدامات كوؤنكي ټول عهدېداران او د اېن سي او سي هڅې د ستائن?? وړ دي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كووډ – 19 نوې قسم پاكستان لپاره په ښكاره توګه كوم خطر نه دے ولې چې ?? پاكستان 90 فيصده آبادي په بشپړه توګه او 95 فيصده په جزوي توګه ویکسینېټډ ده۔ د 5 نه تر 12 كالو عمر په 3 نيم كروړه كوچنيانو كښې د وېكسي نېشن شرح 25 فيصده ده كومه به چې په راروانو مياشتو كښې 100 فيصده ته ورسولې شي۔ پاكستان كښې د انفېكشن اوسط شرح 0.2 څخه تر 0.5 فیصده ده او په تېرو 15 اونيو كښې د كورونا د لاسه كوم تن په حق نه دے رسېدلے۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كووډ-19 د نوي قسم خپرېدو مخنيوي لپاره په پوليزو لارو فعاله انتظامات شوي دي۔ دې سره سره په هوائي ډګرونو د رېنډم سېمپلنګ شرح زياتولو سره 2 فیصده كړې شوې ده۔ ځپلې هېوادونو څخه د راتلونكو الوتكو فيوميګېشن سره سره د مسافرو سكريننګ هم زيات فعاله كړې شوې دې۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د حكومتي اقداماتو او د وزيراعظم د خاص پاملرنې له امله پاكستان د نړۍ د شمېر يو څو هغه هېوادونو كښې دې چرته چې جینوم سرویلنس باوري كړې شوې دې چې له كبله يۍ ډېر زر د وائرس نوې قسم په ګوته كېږي۔ وزیرِ اعظم د كووډ 19 مخنيوي لپاره په ګامونو پورته كولو د نېشنل هېلت سروسز وزارت ٬ د اېن سي او سي او د سول اېوي اېشن چارواكو ستائنه وكړه۔
پنځه څخه تر دولس کاله عمر لرونکو ماشومانو ته په بيړني ډول او د پاکستان په پولو او هوايي ډګرونو دې واکسين ورکول باوري كړې شي ٬ وزيراعظم شهباز شريف
10 Lucky Giggle APP download URL
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل