اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په شريك باور او مينې اډانه لري٬په پاكستان كښې د اوسني بارانونو او س??لا?? په مهال د سعودي عربستان لخوا په وخت مرسته د ستائنې وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عربستاان سفير نواف بن سعيد ال??ال??ي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه مرسته او په پاكستان كښې د اوسني بارانونو او س??لا?? په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې خادم الحرمين الشريفين په هر سخت وخت كښې د پاكستان بشپړه مرسته او ملاتړ كړې۔د سېنېټ چيئرمېن د خادم الحرمين الشريفين لخوا په پاكستان كښې د اوسني بارانونو او س??لا?? له امله په پیدا شوې صورتحال د يو والي او بشپړه مرستې مننه وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن د سعودي سفير نواف بن سعيد ال??ال??ي هڅو ته پیرزوينې وړندې كړې او وې وئېل چې هغه په ذاتي توګه د س??لا?? ځپليو سيمو دوره كړی او د ځپليو يې تسلي كړې۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې په اداره جاتي كچه د پارليماني پلاوي په تبادلو كښې لا تندوالي ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چې د سعودي عرب لخوا په پاكستان كښې پراخا سرمايه كاري په پاكستان د باور څرګندونه ده۔د ه زياته كړه چې د پاكستان د سېنېټ او د سعودي د شوریٰ كونسل ترمينځه په اداره جاتي مرسته لا پیشرفت پكار دې۔
محمد صادق سنجراني سره سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي وليدل
Dead or Alive Salon Login Platform
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری