اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي ټولو حكومتونو او سياسي ګوندونو ته خواست كړے چې د سياست نه غېر دې د سېلاب ځپليو مرستې ته پام وكړي۔ده ټولو ته وئېلي دي چې د پاك??تا?? اولس٬كاروباري ادارې٬سول سوسائټي او د انساني مرستې تنظيمونه فعاله كولو لپاره دې په ټول هېواد كښې كمپائن پیل كړے شي ٬سول او پوځي انتظاميه سره دې د سېلاب ځپليو بچ كولو٬د دوي بحالۍ او د تباه شوي انفراسټركچر بيا رغونې لپاره كار وكړي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې سينئر خبريالانو مجيب الرحمان شامي٬سهيل وړائچ٬ګوهر زاهد ملك٬اويس راؤف او نواب كيفي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔د خېبرپښتونخوا٬د سوئېلي پنجاب٬سندھ او بلوچ??تا?? د سېلاب ځپليو سيمو د دورې په مهال صدر مملكت خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل په پاك??تا?? كښې د سېلاب تباهي د ګلوبل وارمنګ او د موسمياتي بدلون په وجه ده ٬ كه هر څو د نړيوال كاربن په اخراج كښې د پاكسان برخه د يو فيصد نه هم لږه ده۔ده ووئيل بايد پرمختللې نړۍ خلقو ته په دې لړ كښې معاوضه ادا كړي ځكه چې هغه په ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بدلون كښې لويه برخه لري۔صدر مملكت ووئيل په پاك??تا?? كښې د موسمياتي بدلون تباهۍ د 3 كروړه 30 لكه نه زيات خلق ځپلې دي٬د 350 نه د زياتو ماشومانو پشمول 1100 كسانو خپل ژوند د لاسه وركړے٬د 1600 نه زيات خلق ژوبل شوي٬لس لكه كورونو ته جزوي يا په مكمل توګه زيان رس??دل??٬كلي تباه شوي٬ د 735000 نه زيات څاروي مړه شوي٬په 20 لكه ايكړه ولاړ فصلونه تر اوبو لاندې شوي٬ د مواصلاتو سخت زيان شوے۔ده ووئيل د ځنګلات رقبې زياتولو٬د توان متبادل ذريعې كارولو او د موسمياتي بدلون آغېز كمولو لپاره د ډيلۍ ايكشن او لويو بندونو جوړولو لپاره په ټول هېواد كښې د كمپائن چلولو ضرورت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر د خارجه وزارت د بيان توثيق وكړو او په افغان??تا?? كښې د امريكې د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په ډرون عملياتو كښې يې د پاك??تا?? د فضائي حدودو د استعمال په اړه د افغان??تا?? د دفاع لنډ مهاله وزير په تورونو اندېښنه وښودله۔ده ووئيل د كوم ثبوت په نشتوالي كښې لكه څنګه چې پخپله افغان وزير اعتراف كړے٬داسې فرضي تورونه لګول ډېر د افسوس وړ دي۔پاك??تا?? د ټولو رياستونو په خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا باور لري۔
د سياست نه غېر د سېلاب ځپليو مرستې ته د پام كولو ضرورت دے ۔د صدر ډاكټر عارف علوي سينئر خبريالانو سره خبرې
Super Baccarat Reputation Platform
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل