اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وفاقي کابينې د تجارت وزارت په سفارش د چين حكومت او د پاكستان حكومت ترمېنځه تجارتي ودې له د مرست?? په مفاهمتي يادښت لاسليك او د بې دركه كسانو كورنيو لپاره د 50 لكه روپو سړي سر د مرستې پېكج منظوري وركړې ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د جمع?? په ورځ وشوه٬ په غونډه كښې د تجارت وزارت په سفارش د چين حكومت او د پاكستان حكومت ترمېنځه تجارتي ودې له د مرست?? په مفاهمتي يادښت د لاسليك منظوري وركړې شوه ٬ د دې مفاهمتي يادښت مقصد د وزيراعظم د چين اوسنۍ دور?? په تناظر كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت ته وده باوري كول دي، د مفاهمتي يادښت له مخې د پاکستان او چين ترمېنځه به په بېلا بېلو څانګو په خاص توګه سمارټ فونز جوړولو، نيو انرجي آټوموبائل، ټيکسټائل، كركېله او د زرعي مصنوعاتو پراسيسنګ، داروګان جوړول او د انفارميشن ټيکنالوجۍ صنعتونو كښې به مرستې ته وده وركولې شي?? وفاقي کابينې د تعليم او وظيفائي چارو وزارت په سفارس د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز اسلام آباد په چارټر د قانون سازۍ منظوري وركړه ۔ دغسې وفاقي کابينې د تعليم وزارت په سفارش د بحرين په مرسته پاكستان كښې د جوړېدونكې کنګ حماد يونيورسټي نرسنګ اينډ ايسوسي ايټډ ميډيکل سائنسز د بل اصولي منظوري وركړه٬ د بحرين په مرسته جوړېدونك?? په دې پوهنتون كښې د وخت جديدو تقاضو له مخې به تعليم او تربيه وركولې شي?? دغسې وفاقي کابينې ته د بې دركه كسانو پحقله د جوړې كړې شوې بين الوزارتي کميټۍ رپورټ وړاندې كړے شو٬ په رپورټ كښې و??ئي?? شول چې د افغان جنګ نه وروستو ترهګري پاكستان ته راغله ٬ د ترهګرۍ له امله پاکستان يو شمېر كورنيو چېلنجونو سره مخ شوے٬ په بې دركه كسانو جوړ كمېشن د تېرې يوې لسيزې راهسې كار كوي او پخپل دوېم حکومت كښې وزيراعظم شهباز شريف د ټولو ګوندونو پش??ول كمېټي جوره كړې۔ غونډه ته و??ئي?? شول په لنډ مهاله حكومت كښې د بې دركه كسانو پحقله كمېټي بيا جوړه كړې شوه ۔ ده رپورټ په جژرولو كښې د پاکستان قانون نافذ كوونكو ادارو هم مرسته كړې٬ دغسې کابينې د كمېټۍ د سفارشات توثيق كولو سره د بې دركه كسانو كورنيو لپاره 50 لكه روپۍ ??ړي سر د مرستې پېكېج منظوري وركړه او د اسټيټ اونډ انټرپرائزز كمېټۍ په 22 جولائي كال 2024 غونډه كښې د شوو پرېكړو ئې توثيق هم وكړو
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ د چين او پاكستان ترمېنځه د تجارتي ودې د مرستې په مفاهمتي يادښت لاسليك او د بې دركه كسانو كورنيو لپاره د مرستې د پېكج منظوري
GW लॉटरी प्रतिष्ठित सट्टेबाजी लिंक
APP40-020824
ISLAMABAD: August 02 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the Federal Cabinet. APP/MAF/FHA
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل