اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي مېرمنې په معاشي توګه مضب??طو?? د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ٬ وزی??اع??م هڅه كوي چې زياتې مېرمنې په كاروباري هلو ځلو كښې برخه واخلي ٬ تر كال 2020 لس لكه مېرمنې نړيوال تجارت سره د تړلو هدف دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شي ټرېډ سېمينار پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د سېمينار اهتمام د تجارت وزارت او انټرنېشنل ټرېډ سنټر (آئي ټي سي) په ګډه وكړو۔ ??ېمينار ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل حكومت مېرمنو ته د كاروباري هلو ځلو يو ډول موقعي وركوي او په ټولو څانګو كښې د مېرمنو د شاملېدو ډاډګيرنه روانه ده۔ ده ووئيل معاشي هڅو كښې جنسي فرق ختمولو سره پرمختګ كېدې شي۔ ده ووئيل حکومت مېرمنې په كاروباري هلو ځلو كښې د شاملولو عزم لري او د وزی??اع??م لخوا يوته لون سكيم كښې 50 فيصده برخه مېرمنو له بېلا كړې شوې۔په دې موقع نورو شخصياتو هم سېمينار ته وېنا وكړه
مېرمنې په معاشي توګه مضبوطول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب