اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به (نن) د نهې په ورځ د جولائي په 13مه نيټه د ملګرو ملتونو د لوړې كچې سياسي فورم اېچ اېل پي اېف ته وېنا كوي۔ د لوړې كچې سياسي فورم٬ تل پاتې پرمختګ لپاره 2030 په اېجنډا او د دې 17 كوټلې پرمختيائي هدفونه عملي كولو نظر ثانۍ لپاره د ملګرو ملتونو اهم پلېټ فارم دے٬ وزيراعظم به خپلې وېنا كښې د كرونا وائرس وباء٬ په اقتصادي پېشرفت كښې كمې او د موسمياتي بدلون په رامخې ته موجوده خطرو قابو موندلو لپاره وژن وړاندې كوي۔ وزيراعظم به خپلې وېنا كښې د کووډ۔19 څخه وړاندې صورتحال ته ستنېدو لپاره په نړيواله كچه د اقداماتو په غرض تجويزونه هم وړاندې كوي٬ د لوړې كچې سياسي فورم 2021 سرخط د ”کووډ۔19 وباء څخه د كوټلې ريكوري ترلاسه كول” دے، كوم چې د 2030 اېجنډے او د كوټلي پرمختګ هدفونه ترلاسه كولو لپاره ضرورې ده۔ وزيراعظم عمران خان په دې موضوع په بېلا بېل نړيوالو فورمونو پرله پسې د خيالاتو څرګندونه كوي او په دې لړ كښې ئې يو شمېر عملي سفارشات هم وراندې كړې دي په كومو كښې عملدرامد هم جاري دې٬ د اعليٰ سطحي سياسي فورم كښې کووډ۔19 وباء څخه په موثره ډول د مخنيوي په غرض په دغه پاليسو بحث كولې شي په كومو چې عملدرامد جاري دې٬ يو شمېر هېوادونه د 2030 په اېجنډا د عملدرامد پحقله په رضاكارانه توګه نېشنل ريويو هم وړاندې كړې دې٬ د اعليٰ سطحي فورم د فورم په پائې كښې به د کووډ۔19 په اثراتو قابو موندو په اړه په سفارشات بېن الاوزارتي اعلاميه هم جاري كولې شي ٬ دغسې چې د نړۍ تحفظ، سماجي تحفظاتي نظام، نړيوال صحت او كوټلې او د شموليتي معيشت هدفونه ترلاسه كړې شي٬ هر كال د ملګرو ملتونو اقتصادي او سماجي كونسل تر سېوري ل اندې د اعليٰ كچې سياسي فورم اهتمام كېږي د كومې چې اوسنې صدر په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې منير اكرم دے ۔
وزيراعظم عمران خان به (نن) د ملګرو ملتونو د لوړې كچې سياسي فورم اېچ اېل پي اېف ته وېنا كوي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena