لاهور 05 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته رسيدلے ،ګورنر هاؤس لاهور كښې د صوبائي اسمبلۍ غړو د وزير اعظم سره ملاقات کړے ۔په دې مو قع د پي ټي آئي 193 غړو د چوهدري پرويزالهي په پنجاب اسمبلۍ كښې د ليډر آف دي هاؤس په نامزدګۍ د بشپره باور څرګندونه كړې۔ وزيراعظم عمران خان د اسمبلۍ غړو ته وينا كښې ووئيل كله چې هم مشكل وخت وي په هغې كښې د وګړو پېژندګلو كېږي چې څوك څوك ملګرتيا كوي او څوك نه۔ده ووئيل وزيراعلي عثمان بزدار عاجزي،انکساري او په زړه پورې هلو ځلو سره درې نيم كاله تير كړې او د ستونزو سره مخ شوے ، ده ووئېل وخت به ثابت کړي چې د وزيراعلي کارکردګي ښه وه،زه هغه ته پيرزوئنې وړاندې كوم ، زما په نظر كښې د هغه عزت زيات شوے ۔ده ووئيل د پنځو شپږو مياشتو راهسې بهرنے سازش روان ؤ او ځائې كسان په دې كښې شامل وؤ،زه په دې خوشحاله شوے يم چې د ګوند غړي زمونږ سره ولاړ دي ، ده ووئېل دا ځل به ټكټ وركولو عمل څارنه پخپله كوم، په دې ډير خوشحاله يم چې زما ټيم زما سره ولاړ دے۔ده ميرمنو غړو ته په خاص توګه پيرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئيل پاكستان په تندۍ سره بدلېږي، د حلقو سياست هم بدل شوے او اوس ټول د قامي غيرت او خپلواكۍ خبره كوي۔ وزيراعظم ووئيل چوهدري پرويزالهي له باور وركوم چې ګوند هغه سره ولاړ دے او هغه به كاميابوي۔په دې وزيراعلي عثمان بزدار د چوهدري پرويزالهي بشپړه ملګرتيا كولو اعلان وكړو۔ چوهدري پرويزالهي وزيراعظم او د پي ټي آئي د ملګرتيا كولو مننه كولو سره ووئيل وخت به ثابته كړي چې دا يوه ښه پريكړه وه۔ په دې موقع پخواني وفاقي وزيران شاه محمود قريشي، پرويز خټك ، شفقت محمود او د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه پشمول نور هم موجود وو
وزيراعظم خان سره ګورنر هاؤس لاهور كښې د صوبائي اسمبلۍ غړو ملاقات، د پي ټي آئي 193 غړو د چوهدري پرويزالهي د ليډر آف دي هاؤس په نامزدګۍ د باور څرګندونه
مضمون کا ماخذ : رومن دولت