اسلام اباد 16اكتوبر (اے پي پي)نګران و??ير??عظم انوار الحق كاكړ وئېلې دي پاكستان په غزه كښې په روان تشدد او ځاني زيان ژوره اندېښنه لري٬ په غزه كښې سمدستي د محاصرې ختمولو او د ډز بندۍ غوښتنه كوو٬ مونږ د غزه مظلوم اولس سره يووالي لپاره د هغوي سره ولاړ يو۔ د ګل په ورځ د و??ير??عظم دفتر څخه د جاري شوي ټويټ تر مخه نګران و??ير??عظم ووئېل د اسرائېيل لخوا په غزه كښې وګړي د كوم امتياز نه غېر او غېر متناسب په نخښه كول د تهذيب د ټولو اصولو خلاف او د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ ده ووئېل د تشدد خاتمې ته د فلسطين په خاوره د كلونو نه د جبري او غېر قانونوني قبض?? او د اولس په ضد د جابرانه پالېسيو په تناظر كښې كتل غواړي۔ ده ووئېل ملګرو مل??ونو او نړيوالې ورورولۍ ته د غزه محصور خ??قو ته زر تر زره پكار د مرستې سامان د وړولو راوړلو اجازه او محفوظ او غېر انساني راهداري د پرانستلو لپاره كاروائې پكار ده۔ ده ووئېل پاكستان د غزه په بيړه د ورانېدونكې صورتحال په اړه د او ائې سي او غړو هېوادونو سره په تماس كښې دے ۔ ده ووئېل خارجه وزير جليل عباس جېلاني به په ١٨ اكتوبر د او ائې سي د اېګزېكټو كمېټۍ په ناڅاپي غونډه كښې ګډون كوي او د غزه د خلقو ستونزې لرې كولو لپاره په زر تر زره د ګامونو په پورته كولو زور راوړي۔
پاكستان په غزه كښې په روان تشدد او ځاني زيان ژوره اندېښنه لري٬ په غزه كښې سمدستي د محاصرې ختمولو او د ډز بندۍ غوښتنه كوو۔ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ
Wanted criminal or wild entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ