كراچي 20مارچ (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د پاكستان په تل پاتې بنيادونو د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره فكري وسائلو ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي په هېواد كښې جدت ته د ودې وركولو بې شمېره امكانات موجود دي۔صدر مملكت د ګل په ورځ نېشنل آئيډيا بانك له مخې سرسيد يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي كښې دستورې د انعامات وركولو دستورې ته وېنا كولو په مهال ووئېل د اختراعي نظريات وده ٬روغتيا او د تعليم څانګو ته پام لرنه ٬د رامخې ته شوې ټېكنالوجيز په وخت خپلول او دې څخه موافقت سره سره د سم ترجيحات تعين او دانشمندانه سياسي پريكړې قام د پرمختګ په لاره روانولو لپاره مهمه ده۔ډاكټر عارف علوي ووئيل نوې خيالات او تصورات انساني ارتقاﺀ او پړاونو ترسره كولو كښې مهم كردار ادا كړے۔ده ووئيل د قدرتي وسائلو پرمختګ سره سره د هېواد پائيدار پرمختګ لپاره د فكري وسائلو پرمختګ ضرورې دے ۔ده ووئيل د پرمختګ خوښي لرونكو هېوادونو تل روغتيا او تعليم خپل ترجيحات ګرځولي ځكه چې د روغتيا خيال ساتلو موثر نظام جسماني او ذهني تندرستي باوري كوي او جامع او جديد تعليمي نظام د دې فكري ارتقاﺀ ضروريات پوره كوي٬ ده ووئېل انفارمېشن ټېكنالوجي په ټوله نړۍ كښې تر ټولو تندر رفتاره پرمختګ كونكې څانګه ده كومه چې فنانس٬مينوفيكچرنګ٬كركيله٬تعليم او د روغتيا غوندې د بنيادي اهميت نورو ټولو څانګو كښې د پېشرفت مهم جز ګرځېدلے۔صدر ووئيل په پاكستان كښې 22 ملين څخه زيات ماشومان د سكولونو څخه بهر دي او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پليټ فارمز د خواندګۍ تناسب زياتولو لپاره په خاص توګه اعلٰی تعليم او د فني او پېشه وره تربيت ودې لپاره استعمالېدې شي۔دا مهال ټوله نړۍ كښې د 3.4 ملين آئي ټي پوهانو خذمت ضرورې دي ۔په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجۍ اينډ ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق هم دستورې ته وېنا وكړه
په ټوله نړۍ كښې د 34 لكه آئي ټي پوهانو خذمات ضروري دي ٬تل پاتې پرمختګ لپاره فكري وسائلو ته د ترقۍ وركولو ضرورت دے مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت