اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان عمران خان او شېخ رشيد “مسټر فراډئيے” ګرځولو سره وئيلي دي چې دا دواړه سياسي مخالفين د غدارۍ سره د لنك كولو او د غل د دروغو بيانيې جوړولو نه علاوه په هېڅ نه پوهېږي، وړمبې ئې په سياست كښې نعوذبالله د اسلامك ټچ وركولو ناكامه هڅه كړې٬ هېڅ كاركردګي ئې نه ده ښودلې٬ اوس سياسي مخالفين د بشري بي بي په حکم غدارۍ سره د لنك كولو نه علاوه هېڅ بيانيه نه لري۔ د نهې په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې رانا ثناء الله خان مونږ د سي پېك بچ كولو هڅې كوٶ٬ مسټر فراډيا د “ګوګي پنکي اکنامك کوريډور” په بچ كولو كښې لګيا دے٬ په څلورو كالو كښې ثابت شوه چې عمران خان نه صادق دے او نه آمين۔ ده ووئيل پخوانې وړومبې نارينه او وړومبۍ مېرمن دواړه په كرپش كښې هم وړومبې راغلے دي، د غل غل رټ لګوٶنكو په څلورو كالو كښې يو سياسي مخالف غل ثابت نه كړې شو۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره لوظنامه عمران خان كړې نن ماتم كولو سره اولس سره نوې ټګي نشي كولې، عمران نيازي او بشريٰ بي بي د خېرات، قيراط، هيرے جواهرات، رنګز او ګهړۍ هر څه هضم كړيدي۔ ده ووئيل په جلسو كښې د اولس نه معافي وغوړۍ دړكې مه وركوئ، د فتنه فساد په مقدر كښې اوس په خپلو ناكامو او فراډ ماتم كول ليكل دي
عمران خان او شېخ رشيد د دروغو د بيانيې جوړولو نه علاوه په هېڅ نه پوهېږي۔ رانا ثناء الله
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون