ګوجرانواله 17 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي كاميا?? جوان پروګرام يو غېر سياسي پروګرام دے، د پروګرام مقصد ځوانان بااختياره كول دي. په ګوجرانواله چېمبر كښې د كامياب ځوان پروګرام د وړومبي پړاٶ له مخې ځوانانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې د زرګونو په شمېر ځوانانو قرض لپاره خواست كړے او ځوانان دوهم پړاٶ لپاره هم په لويه شمېره درخواستونه ج??ع كوي. ده ووئيل د پروګرام له مخې ځوانانو ته فنډ د زكوٰة د روپو څخه نه بلكې د خلقو د ټېكس پېس?? نه وركولے شي. ده ووئيل كاميا?? جوان پروګرام د پ??كس??ان په قومي معيشت كښې د ملا د تير غوندې دے او حكومت دې پروګرام لپاره 100 مليونه روپې بېلې كړې دي. ده ووئيل د درې فيصده په مارك اپ د يو لكه نه تر پنځه لكه روپې قرض وركولے شي. ده ووئيل اپوزيشن په لاك ډاٶن سياست كړے. ده ووئيل كه په هېواد كښې مو په مكمل توګه لاك ډاٶن كړے ؤ نو د هېواد په معيشت به ډېر بد آغېز شوے ؤ. ده ووئيل كوم ځوانان كاروبار كول نه غواړي، بايد دوي د كاميا?? جوان پروګرام برخه ج??ړ نه شي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د اګست په 12مه نېټه د كاميا?? جوان پروګرام د دوهم پړاٶ پرانسته كوي كوم لپاره چې 25 اربه روپې بېلې كړې شوې دي.
د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار ځوانانو ته د چېكونو وركولو دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری