اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئيلي دي چې د اتلسم بدلون نه پس د تعليم څانګه كښ?? وفاق سره پاتے كېدل پكار وو دې سره به په ملي كچه په پاليسۍ جوړولو كښې مرسته ترلاسه كېده٬ د مسلم لیګ (ن) حكومت د مدرسو اصلاحاتو په ځائ تعليمي اصلاحات كوي چې مقصد ئې د ټولنې د بېلا بېلو مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ پشمول د كركې د چاپېريال خاتمه وشي٬ پاكست??ن كښې چې امن وي نو ټوله نړۍ كښې امن لپاره به په ښه ډول كردار ترسره كړې شي د 41 غړو هېوادونو د اتحاد مشري د نړيوالې ورورولۍ په پاكستان د باور څرګندونه ده۔د شورو په ورځ د علماء و مشائخ کونسل غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت كښې په وړومبي ځل د علماء او مشائخ کونسل نوټیفکېشن شوې ، کونسل كښې د ګلګت بلتستان ، آزاد کمشیر پشمول ټول هېواد د بېلا بېلو مكتبه فكر سره تعلق لرونكو علمائے كرام او مشائخ شامل وو۔ د دې نه وړاندې دوه غونډې شوې او دا د كونسل درېمه غونډه ده ٬ غونډه كښې د هېواد د پنځه واړو وفاق المدارس ذمه وارو استازو ګډون كړې۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت لخوا په قامي اسبملۍ كښې ټولو سركاري او نجي سكولونو كښې د ناظره او قرآن پاك ترجمې لازمي تعليم ګرځولو لپاره بل منظور كړې شوې چې ورسره به ټولنه كښې رواداري ٬ زغم او همغږي پېدا كولو كښې مرسته وشي۔
سكولونو كښې د ناظره او د قرآن پاك ترجمه لازمي ګرځولو سره به ټولنه كښې رواداري ٬ زغم او همغږي پېدا كولو كښې مرسته وشي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی