اسلام آباد 15فروری(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي بې وزله اولس ته رېليف وركولو ته حكومت اول پام لرنه كوي ۔ په اولس د پريوتونكې بالواسطه ټېكسونو بوج كمولو په اړه تجاويز وړاندې كړئ او په غنمو باندې د پورته كېدونكو انتظاميې خرڅونو د هر اړخ نه بشپړ جاج واخلئ ۔هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د بنيادي ضرورت څيزونو په بيعه كښې د كمي كولو په حقله د حكومت معاشي ډلې غونډې مشري كوله۔په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د خزانې وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر٬د وزيراعظم صلاحكار ډاكتر عشرت حسېن٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د سټېټ بېنك ګورنر٬خصوصي مرستيالو٬ډاكټر وقار مسعود٬نديم بابر٬تابش ګوهر او نورو چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې د بنيادي ضرورت څيزونو په بيعه كښې د كمي راوستلو لپاره په بېلو وړاندېزونو غور وكړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خطاب كښې ووئيل زمونږ اولنۍ ترجيح بې وزله اولس له رېليف وركول دي۔وزيراعظم معاشي ډلې ته هدايت وكړو چې په اولس د پريوتونكي بالواسطه ټېكسونو بوج كمولو په حقله آؤټ آف باكس سلوشن تجويز كړئ۔هغه ووئيل دا خبره دې هم باوري كړې شي چې په هېواد كښې آمدن او خرڅونو كښې توازن په ځاے وساتلے شي او هېواد د نورو قرضونو د دلدل نه وساتلې شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې هغه څانګو ته دې خاص پام لرنه وكړې شي د كومو په ملكي آمدن كښې شيئرز چې د هغې د جائزې برخې نه كم دي ۔د غنمو او اوړو بيعو حقله خپلو خبرو كښې وزيراعظم هدايت وكړو چې په غنمو د راتلونكو ټولو انتظامي خرڅونو د هر اړخ نه جاج واخلئ او داسې نظام وضعه كړئ چې د خرڅونو په مد كښې غېر ضروري مصرف كېدونكې روپۍ بچت كړی شي دغسې چې اولس د كوم هم غېر ضروري بوج نه وساتلې شي۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ضرورت څيزونو د بيعې كمولو لپاره د حكومتي معاشي ډلې غونډه٬د بالواسطه ټېكسونو بوج كمولو له د وړاندېزونو وركولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج