کراچۍ 24 جنوري (اے پي پي) په پاك بحريه كښې د څلورو 054 ايلفا ګڼ اړخيزه فرېګېټس كښې د وړومبۍ بېړۍ پي اېن اېس طغرل او د 10 سي کنګ چورلكو د شموليت دستوره د پاكستان نېوي په ډاکيارډ کراچۍ كښې شوې٬ صدر ډاکټر عارف علوي په دې موقع خاص مېلمه ٶ۔ د پاك بحريه لخوا د جاري اعلاميې له مخې د پاکستان نېوي ډاکيارډ ته په رسېدو چيف آف دي نيول اسټاف اېډمرل محمد امجد خان نيازي د خاص مېلمه هركلے وكړو او د پاك بحريه يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو٬ د پاك بحريه لپاره د چار 054 ايلفا فرېګېټس جوړولو لوظنامه د پاکستان او چين ترمېنځه په جون كال 2018 كښې شوې وه٬ په دې لړ كښې وړومبۍ بېړۍ پي اېن اېس طغرل د قطر حكومت لخوا ډالۍ كړې شوې ٬ سي کنګ چورلكې د ګل په ورځ د پاك بحريه په بېړۍ كښې شاملې كړې شوي۔ په دې موقع خاص مېلمه صدر ډاكټر عارف علوي خپله وېنا كښې د سټېټ آف دي آرټ بېړۍ پي اېن اېس طغرل او د سي كنګ چورلكو په بېړه كښې د شاملېدو ستائنه وكړه۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې جديد او د اعلٰې صلاحيتونو وړ د پاك بحريه بېړۍ به په مينه د هېواد د سمندري حدود دفاع او د حكومتي پاليسيو له مخئ د امن او استحکام ودې له خپل كردار لوبوي۔ صدر په موجوده چيلنجنګ سکيورټي ماحول كښې د بحريه دفاع لپاره د جديدو صلاحيتونو وړ سطح آب، زير آب او فضائي پليټ فارمز په ضرورت زور رواړو۔ ده ووئيل پاكستان سوله ايز هېواد دے او د منطقې امن او استحكام ودې لپاره هڅې كوي ۔ صدر مملكت په دې خبره زور رواړو چې دا ډول پراجېكټس د شريك باور او مرستې علامات دي۔ په دې موقع چيف آف دي نيول اسټاف ايډمرل محمد امجد خان نيازي هم وېنا وكړه۔ د دې نه پس خاص مېلمه د پي اېن اېس طغرل كمانډ سكرول او د اېئر كرافټ كاغذونه پاکستان فلېټ ته وسپارل۔ په دستوره كښې د قطر او چين سفارتي چارواكو٬ د سندھ ګورنر د اپك بحريه او نورو ځواكونو چارواكو هم ګډون وكړٶ
پاك بحريه كښې د پي اېن اېس طغرل او د سي کنګ چورلكو د شموليت دستوره٬ د صدر مملكت د خاص مېلمه په حېث ګډون
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino