اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن پاكستاني قام ته د يوم تكبير مباركي وركولو سره وئېلي دي 28 مئي به د پاكستان په تاريخ كښې د آزادۍ ورځې پ??ان د يو مهم سنګ ميل په توګه تل ياد ساتلے شي٬دا هغه ورځ ده كله چې پ??كستان د نړۍ په نقشه د وړومبي اسلامي اتومي قوت په توګه رامخې ته شو۔ده ووئيل د پاكستان نيوكليئر پروګرام په منطقه كښې د امن ضامن دے ٬ دې څخه د سوئېلي آسيا منطقه كښې د طاقت توازن قائم شوے ۔د تعليم وفاقي وزير ووئيل پاكستان اتومي پروګرام چرته چې د پاكستان د قوي دفاع علامت دے هلته د د دې قام د غېر معمولي جرات٬استقامت او بهادرۍ هم اعلان دے ٬ دې څخه د پاكستاني قام د صلاحيتونو څرګندونه ??ېږي چې هغوي د د سختو حالاتو مخ كېدو هم صلاحيت لري۔ده ووئيل دا ورځ د پاكستان دښمنانو او بدخواو لپاره هم د پېغام ده چې د پاكستان په ضد د جارحيت څرګندونه ??وونكو انجام به عبرتناك وي۔ده ووئيل نړيوالو سازشونو يو ځل بيا سر پورته كړے چې په نتيجه كښې يې په هېواد كښې بدامني٬فسادات او سياسي عدم استحكام ماحول پېدا كېږي٬مونږ له به په يووالي د دې حالاتو مقابله كول وي دغسې چې د ټولو نړيوالو سازشونو بشپړ ځواب وركړے شي۔ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)حكومت ميا نواز شريف په مشرۍ او د وزيراعظم شهباز شريف ليډرشپ كښې عزم لري او په نيك نيتۍ سره پاكستان معاشي طاقت جوړولو لپاره هر وخت ه??ې كوو ٬ انشاﺀ الله هغه وخت لرې نه دے چې پ??كستان به ترقي وكړي او په خپلو پښو به اودرېږي
د پاكستان نيوكليئر پروګرام په منطقه كښې د امن ضامن دے ۔د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن پاكستاني قام ته د يوم تكبير مباركي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ