اسلام آباد۔14مارچ(اے پی پی) د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د كاناډا هائي كمشنر لېسلي سكينلن د نهې په ورځ فنانس ډويژن كښې ملاقات كړے۔ د خزانې وزير د سېلاب ځپليو لپاره د كاناډا حكومت مرسته وستائله۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو د مجموعي نړيوال صورتحال سره سره په پاكستان كښې د حكومت په معاشي پالېسيو او پروګرامونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزيرې سفير د هېواد معاشي منظرنامې او هېواد ته د تېر كال تباهي كونكي سېلاب د لاسه د شوي زيان په اړه خبر كړو۔ ده زياته كړه چې حكومت د خپلو عملي پالېسيو او پرېكړو د لارې د معاشي زوال مخنيوے كړے او معيشت ئې استحكام پلو روان كړے ۔ ده دا هم ووئيل حكومت بجټ او كرنټ اكاؤنټ خساره كمولو او محصولات زياتولو له د توان په شمول په نورو مهمو څانګو كښې سختې پرېكړې كړي۔ د خزانې وزير دې آئي اېم اېف مشن سره د خبرو اترو په اړه هم خبر كړو۔ د كانډا هائي كمشنر لېسلی سکېنلون ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې وده مومي۔ ده ووئيل د تجارت او سرمايه كارۍ سره سره موسمياتي بدلون سره اړونده همكاري به هم زياتول وي۔ ده سيمې لپاره د جوړې كړې نوې حكمت عملۍ په اړه ووئيل۔ ده وفاقي وزير ته د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په پالېيسو او پروګرامونو كښې د مرستې باور وركړو۔ د خزانې وزير په پاكستان كښې د كاناډا د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه او د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو له يۍ د خپل حكومت لخوا د بشپړ ملاتړ او مرستې څرګندونه وكړه
حكومت د خپلو عملي پالېسو او پرېكړو د لارې د معاشي زوال مخنيوي او د معيشت استحكام پلو روان دے ٬ اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ