اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير سنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې هېواد كښې د غير ملکي سرمايه كارۍ ډاډګيرني لپاره حکومت زياتي آسانۍ وركوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د ايټين ايليټ رئيل سټيټ سي اي او طارق حامدي سره ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې كړي۔ طارق حامدي د مصر تاجر نجيب سوارس پراجيکټس نمائندګي كوله۔ د خزاني وزير ووئيل پاکستان كښې غير ملکي سرمايه كارۍ په اړه پراخه موقعې شته او غير ملکي سرمايه کار په هېواد كښې د سرمايه كارۍ لپاره ترلاسه موقعو څخه بشپړه استفادہ کولې شي۔ده ووئيل حکومت غير ملکي سرمايه كارو له زياتي آسانۍ وركولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل تجارت او سرمايه كارۍ ودي لپاره حکومت اقدامات کوي او دا سلسله به روانه وي۔ د خزاني وزير ووئيل كوټلي معيشت او اقتصادي نمو لپاره غير ملکي سرمايه کاري لوي اهميت لري او حکومت په دې لړ كښې هڅي كوي۔
د خزاني وفاقي سنېټر محمد اسحاق ډار سره د ايټين ايليټ رئيل سټيټ سي اي او طارق حامدي وليدل
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں